افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ننګرهار وکیله: فوزیه کوفي هسې ځان مشهوروي، د یوه «لنډغر» او خپلو ساتونکو په شخړه کې ټپي شوې

نن ټکی  اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ ماښام مهال د کابل د مذاکراتي ټيم پر غړې «فوزیه کوفي» باندې د کابل-پروان پر لویه لار د قره باغ ولسوالۍ په حدودو کې د وسله وال برید خبر ورکړل شو، چې د بېلابېلو جهتونو له لوري دغندل کېدلو تر څنګ  د سولې د دښمنانو کار وبلل شو.

طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړل او ارګ بیا د یوې اعلامیې له لارې پر کوفي برید «بزدلانه» وباله چې ددوی له قوله  د نولس کلنو «ارزښتونو» د خوندیتوب په برخه کې د ښځو د کوښښونو د ممانعت هڅه ده.

تازه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازې «ارین یون» ویلي، چې کوفي له یوه بل زورواکي سره په نښته کې ټپي شوي؛ خو هغې ورباندې شوی  برید له سولې سره تړلی او له دې لارې غواړي ځان مشهوره کړي.

یون پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي «خبره دا ده چې فوزیه کوفي د چکر لپاره پنچشیر ته تللې وه ، هلته ددې ساتونکو اود کوم بل لنډغر د ساتونکو تر منځ شخړه شوې او د هغوۍ له خوا هواي ډزې شوي چې کوفي پکې سرسري زخمي شوې ده ، خو د کوفۍ له خوا دغه خبره په بل ډول ویل شوي ، صرف د خپل ځان د مشهورولو لپاره.»

د اغلې یون په وینا ددغه ډول بې مانا سناریوګانو ربط ورکول سولې ته ددغې ملي پروسې سپکول دی .

په شخصي شخړه کې د فوزیه کوفي د ټپي کېدلو موضوع داسې مهال له سولې سره تړل کېږي؛ چې په دې وروستیو کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته هیلې زیاتې شوې او داسې تمې شته چې ښايي په نږدې راتلونکې ياد مذاکرات د قطر په دوحه کې پيل شي.

د شنونکو په باور، دغه ډول کړنې د سولې پر پروسه باندې د ولس د بې باوره کولو او د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په هدف کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

I am 100% sure that she was making an excuse to ask Mr. Dump for political asylum. These people are working hard to find a way and get out of the country – Taliban are coming

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx