ټولنیزه برخه

د مينې درناوی«له پنډه ډکه کيسه»

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوه هلک له یوې نجلۍ سره ډېره زیاته مینه درلوده، په مرکه ورغی، نجلۍ هلک ته وویل: کوم معاش چې ته په یوه میاشت کې اخلې، نو زما د یوې ورځې د لګښت په اندازه دی، نو څنګه تمه لرې، چې درسره واده وکړم؟ هلک وویل: زه له تا سره ډېره زیاته مینه لرم او غواړم، چې درسره واده وکړم.

نجلۍ وویل : ځه لاړ شه، یوه بله پیدا کړه.

له لسو کلنو تېرېدو وروسته، په ناڅاپي ډول هلک او نجلۍ سره مخامخ شول، نجلۍ هلک ته وویل: اوس مې له یوه ځوان سره واده کړی دی، چې معاش یې ستا د معاش لس برابره دی، د دې خبرې په اورېدو د هلک له سترګو څخه اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، په همدې حال کې د نجلۍ خاوند راغی او هلک ته یې وویل : رییسه ! تاسو دلته یاست، تاسو به خپلې مېرمنې ته ور وپېژنم . خاوند خپلې مېرمنې ته وویل : دا زموږ رییس دی، ډېر وخت مخکې په یوې نجلۍ باندې مین و او هماغې مینې ته د درناوي په خاطر یې تر اوسه پورې واده نه دی کړی.

که چېرې نجلۍ ورسره واده کړی وای، نو ډېره به نېکمرغه وه . د نجلۍ خوله بنده شوه او هېڅ یې هم ونه ویل، نو خبر اوسئ، چې هرڅه بدلون کوي، پخواني حالات په خپل حال نه پاتې کېږي، یوه ورځ کاریګر و، اوس د شرکت رییس دی.

هېڅکله په ځان کې کبر او غرور مه پیدا کوئ او نورو ته په کمه سترګه مه ګورئ، ځکه چې هرڅه تېرېدونکي دي.

د زمانې څرخ تاوېږي او لوړې او ژورې را څرګندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx