ورزش

ايم ايس دهوني له نړيوال کرکټ استعفا وکړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۵زمری، ۱۳۹۹ل): د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو او مشهور لوبغاړي مهندرا سنګ دهوني له هر ډول نړيوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

دهوني چې له نږدې يو کال راهيسې له نړيوال کرکټ څخه له لوبډلې کښينول شوی و او وروستۍ لوبه يې په ۲۰۱۹م جولايي مياشت کې په نړيوال جام کې د نيوزيلاند پر وړاندې نيمه پايلوبه کې کړې وه بالاخره د نړيوال کرکټ د پريښودو پريکړه وکړه.

دهوني داسې مهال د نړيوال کرکټ پريښودو پريکړه وکړه چې تېره ورځ په عربي اماراتو کې د هند غوره ليګ پېليدو دمخه خپلو لوبغاړو سره ګډون وکړ. هغه د چينايي سوپر کينګز لوبډلې مشري پر غاړه لري.

هغه پر خپله انسټاګرام پاڼه له خپلو ټولو نړيوالو مينوالو مننه کړې او د استعفا اعلان يې وکړ.

۳۹ کلن دهوني چې په ۲۰۰ سياليو کې د لوبډلې مشري کړې ۵۵ سلنه لوبې ګټلي او دوه واره يې هېواد ته نړيوال جام ګټلی دی. هغه په ۲۰۰۷م کال کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د شل اوريزو نړيوال جام او په ۲۰۱۱م کال سريلانکا ته په ماتې ورکولو د پنځوس اوريزو نړيوال جام ګټلی دی. دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې يې چمپينز ټرافي هم خپله کړې ده.

دهوني ۳۵۰ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې په ۵۰.۵۷ اوسط يې ۱۰۷۷۳ منډې جوړې کړي دي. هغه په هندي لوبغاړو کې تر ټولو زياتې ۲۲۹ شپږيزې وهلې دي.

د غوره لوبډلمشرۍ او توپ اچونې سربېره ايم ايس دهوني په غوره ويکټ ساتنه کې هم ځانګړی نوم لري، هغه په دريواړو فارميټونو کې ۸۲۹ (چې ۶۳۴ يې کيچونه او ۱۹۵ يې سټمونه دي)، لوبغاړي سوځولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx