افغانستانسولې اړوند خبرونه

د ملګرو ملتونو استازي له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلي

نن ټکی  اسیا (شنبه، ۲۵ زمري، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «يوناما» چارواکي دوحې ته تللي او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د بین الافغاني مذاکراتو  په اړه خبرې کړې.

د یوناما له ادرسه په همدې تړاو پر ټويټر خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې په نننۍ لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازو له مخامخ بین الافغاني مذاکراتو«چې همدا اوونۍ پيلېږي» خپل ملاتړ څرګند کړ.

یوناما ددې تر څنګ د خپاره  شوي پيغام له لارې د افغان سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او د مذاکراتو لپاره د ښې فضاء جوړونې لپاره یې د «تاوتریخوالي» په کمولو ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو استازي داسې مهال د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره ګوري، چې یو شمېر رسنیو د دولتي سرچینو له خولې ویلي، داسې تمې وې چې سبا د اګست میاشتې په ۱۶ مه د کابل مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي او بین الافغاني خبرې پيل شي؛ خو حکومت د خپلو یو شمېر بندیانو د نه خلاصون په پلمه دا خبرې تر نامعلومې مودې ځنډولې.

ورته مهال  په دې وروستیو کې که څه هم د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پروسې پیلېدو بین الافغاني مذاکراتو ته هیلې زیاتې کړې؛ خو تر څنګ یې د حکومت او طالبانو تر منځ توندې څرګندونې هم تبادله شوې.

توند غبرګونونه وروسته له هغه راوپارېدل چې په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د اشرف غني سلاکار «وحید عمر» وړمه ورځ پر طالبانو سخت تورونه ولګول او ادعاء يې وکړه، چې هغوی غواړي د «تاوتریخوالي» له لارې له حکومت باج واخلي.

نن طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار وکړ، چې د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې باید «ښه نیت او رښتینولي» وښودل شي او له «پروپاګند» او پاروونکو څرګندونو   ډډه وشي.

طالبانو ددې تر څنګ د اشرف غني هغه څرګندونې هم «غرضي» وبللې، چې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو خلاصون یې د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ یاد کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د روغی جوړی په اړه اصلی ستونزه : امریکا هغه څه چه په شل کلن جنګ کی یی ترلاسه نه کړی شو په روغه جوړه کی یی ترلاسه کوی او هغه د غلامی اداری سره د طالبانو مخامخ خبرو کولو ته هڅول دی جه به دی کار به د کابل اداره مشروعیت ترلاسه او طالبان به د ګلبدین په شان تسلیم شی امریکا اخری بریا ترلاسه، اشغال هم مشروعیت ترلاسه او امریکا فاتحانه او مسولانه ووځی ، د شرایطو له مخی موفق نه شو نو غلام غنی ته یی د بندیانو د ځند او خنډ دنده وسپارله . غلام غنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx