افغانستان

فرانسې د یو شمېر طالب بندیانو  له خلاصون سره مخالفت ښکاره کړی

نن ټکی  اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې له مخې د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ روانه ده؛ فرانسې د یو شمېر هغو بندیانو له خلاصون سره مخالفت ښودلی چې د فرانسویانو د وژلو تورونه ورباندې دی.

رویټرز خبري اژانس د «فرانسې د بهرنیو چارو وزارت» د خبرپاڼې په بنسټ لیکلي، چې فرانسه د یو شمېر هغو بندیانو د خلاصون له امله اندېښمنه ده چې د شمېر فرانسویانو د وژلو تورونه ورباندې دې.

د فرانسې په خبرپاڼه کې یاد کسان «ترهګر» بلل شوي او له حکومته غوښتل شوي چې د هغوی د خلاصون مخه ونیسي «موږ د افغانستان له ادارو غوښتي، چې ددې ترهګرو د خلاصون پروسه ودروي.»

فرانسې که څه هم د هغو بندیانو نومونه نه دي اخستي، چې دوی یې د خپلو اتباعو په وژلو تورنوي؛ خو دغه مخالفت وروسته له هغه دی، چې څو ورځې وړاندې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پاتې څلور سوه هغه طالب بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ، چې د خلاصون موضوع یې جنجالي شوې وه.

د یادو څلور سوه طالب بندیانو له ډلې اتیا تنه یې تر دې دمه خلاص شوي.

دغه بندیان د هغه پنځه زره کسیز لست برخه دي، چې طالبانو او امریکا ورباندې په دوحه کې توافق کړی او حکومت یې په خلاصولو مکلف دی.

تر فرانسې وړاندې «اسټرالیا» هم د «حکمت الله» په نوم د هغه بندي له خلاصون سره مخالفت ښکاره کړی وو، چې اسټرالیاوي عسکر یې وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

فرانسی او نورو اشغلګرو ته مګر مونږ د میلمستیا بلنه ورکړی وه او داسی میلمستیا چه مونږ به وژنی مګر تاسی به نه وژنو ؟ که داسی څه توافق لاسلیک شوی ښکاره دی کړی . په دی هیواد کی په میلونو بی ګناه او بی دفاع خلک د دوی له ناروا وحشت په شهادت رسیدلی امریکا، فرانسه او ټول نور اشغالګر باید بین المللی عادله محکمه کی شتون ولری باید محاکمه او مشران یی په دار وځړول شی مونږ د میلونو یادونه نه شو کولای او اشغالګر د دوه دری وژلو یادونه کوی او د دوی امر د لوی جرګی… نور لوستل »

جمیل

پرون اسټرالیا نن فرانسه صبا بل او بل صبا به بل همدا سرناوی ږغوی ، دلته خو د ۵۰ غاصبو هیوادونو عسکر مردار سوی دی دا ټوله به همدا وایی چی طالب بندی غازیان مه خلاصوی ، لکه اشغالکر لعنتیان چی د میلی او جشن لپاره زمونږ هیواد ته راغلی وه نه د جګړی او وژلو لپاره .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx