افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو غوښتنه کړې

نن ټکی  اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي «زلمي خلیلزاد» د افغان سولې پروسې د چټکتیا او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غږ کړی.

خلیلزاد دغه څرګندونې د کابل د مذاکراتي ټیم د غړې «فوزیه کوفي» ټپي کېدو ته په غبرګون کې کړې.

کوفي چې ویل کېږي، د یوه زورواکي او ددې د ساتونکو په شخړه کې ټپي شوې؛ خلیلزاد ورباندې شوی برید د سولې په پروسه کې د خنډ جوړوونکو کار بللی او غندلی یې دی.

نوموړي وړاندې پر ټویټر لیکلي «زه پر ټولو سوله غوښتونکو جهتونو غږ کوم، چې پر فوزیې د برید غندلو تر څنګ د سولې پروسه چټکه کړي او بین الافغاني مذاکرات هر څومره ژر چې ممکن وي؛ پيل کړي.»

د خلیلزاد له لوري دغه څرګندونې داسې مهال دي چې یو شمېر رسنیو د دولتي سرچینو په حواله تر نامعلومې مودې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېډو خبر ورکړی.

د سرچینو له قوله، تمه وه همدا نن «د اګست میاشتې شپاړلسمه» د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره خبرو ته کېني؛ خو حکومت د خپلو یو شمېر بندیانو د نه خلاصون په پلمه دا خبرې وځنډولې.

ورته مهال طالبانو د یوې اعلامیې له لارې حکومت تورن کړی، چې د مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې «پاروونکې څرګندونې» کوي او له دې لارې غواړي په نړیواله سطحه «پارونه» وکړي.

د طالبانو له قوله، د مذاکراتو پیلېدل «ښه نیت او رښتینولي» ته اړتیا لري او په دې وخت کې باید له بې مورده څرګندونو ډډه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

امریکایان یوازی او یوازی خپلو ګټو ته ګوری ، لیری نه ده چی امریکایان به خپل بیهمته غلامان داسی خوشی کړی لکه وتلی باد .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx