نظــر

څوک درایت نه لري؟

رفیع الله مشال

وړمه ورځ د ډاکټر غني سلاکار وحید عمر د ځوانانو یوې غونډې ته پۀ خپله وینا کې وویل، چې د مذاکراتو د لړۍ دومره اوږد جریان او د معضلې د ژر نۀ حل کېدلو وجه دا ده چې  طالبان سیاسي، علمي،مذاکراتي او فرهنګي پوهه او دِرایت نۀ لري!

د وحید عمر د دعوې د بطلان لپاره به تېرو دوه لسیزو او د مذاکراتو جریان ته یو ځغلنده نظر وکړو.

دطالبانود أمارت لۀ سقوط نه مخکې د یو داسې کړکیچن حالت مهارول چې پۀ افغانستان باندې لۀ هرې خوا بېلا بېل بندیزونه لږیدلي و، د یوولسم سبتمبر لۀ پیښو وروسته لۀ امریکایانو سره د یو سیال پۀ توګه ناندرۍ او پۀ پیښه کې د اسامه ابن لادن د لاس لرلو د ثبوت غوښتنه، پۀ پیښه کې د لاس لرلو او د  ثبوتونو لۀ وړاندې کولو وروسته پۀ نړیواله سطحه د اسلامي ممالکو یوې مشترکې محکمې ته د اسامه ابن لادن لادن تسلیمول او مذاکراتو ته سینه ډبول د سیاسي او مذاکراتي دِرایت،پۀ ځان بساینې او پۀ ځان کې د دې وړتیا او استعداد لرلو نه بغیر نه کیږي!

د أمارت لۀ سقوط وروسته پۀ سخت وضعیت کې راپورته کېدل، د صفونو لۀ سره تنظیم، د افرادو انسجام،پۀ تش لاس او نۀ امکاناتو مقابله کول او د یوې فعاله ادارې غوندې هر بخش ته رسیدګي کول پۀ داسې حالت کې چې ټولې دنیا ترې لاس اخیستی؛او د امریکا  ـ ناټو لۀ لوري هم ورته د مرګ او زندان نه بغیر د کوم بل آپشن څراغ نه ؤ روښانه!

د امریکا لۀ لوري د طالبانو د ماتولو لپاره د بمباریو چاپو شکنجو او وحشتونو انتهایي سختېدل او د خپل تمام زور لۀ ازمیښت سره ـ سره یې پۀ وړاندې د طالبي خوځښت استقامت او لۀ خپل فکر او داعیې نه پۀ بیسارې قربانۍ دفاع لۀ درایت،پوهې،ځیرکتیا،د حالاتو او نړۍ لۀ څار نه بغیر ممکن نه دي!

امریکا لۀ خپل سخت دریځ نه تنزل ته مجبورېدل،لۀ مرګ او زندان نه وروسته طالب ته د زندګۍ او مذاکراتو وړاندیز، د ولسمشر او جنرالانو پۀ رتبه د خپلې ناکامۍ اقرار او بالاخره  طالبان د نړۍ پۀ کچه د یو نه ماتېدونکي قدرت پۀ حیث منل داسې تحولات دي چې د طالبانو پۀ هر اړخیز درایت دلالت کوي!

د مذاکراتو پیل او دومره اوږد جریان،پۀ هره موضوع کې د طالبانو پۀ وړاندې لۀ خپل هر دریځ نه تنزل، لۀ طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تر ټولو قوي او مسلکي ټیم انتخابول او د خلیلزاد لالهانده منډې، د وخت او ځای پۀ انتخاب کې د طالبانو خوښه منل او د تمامو فشارونو پۀ وړاندې د طالبانو ثابت دریځ او لۀ خپل دریځ نه پۀ پوره قوت دفاع بې لۀ دې کومه معنی لرلی شي چې امریکا لۀ داسې خلکو سره مخ ده چې د امریکا پۀ تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي؟

پۀ هره موضوع چنې وهل او ناندریز بحث،او خپل سیال دې ته مجبورول چې ستا هره خبره درسره ومني بیا د ټولې نړۍ پر وړاندې درسره توافقنامه لاسلیک او د عمل ژمنه وکړي.!

دا چې طالبان څومره هر اړخیزه پوهه، ځراکت، ثابت دریځ او پۀ مذاکراتي میز باندې د خبرو څومره جرأت لري،ټولې نړۍ ته د لمر پۀ څېر روښانه دي خو ښاغلی وحید عمر یې پۀ دوه ګوتو د پټولو بې فائدې کوښښ کوي!

په دې سره غواړي چې د خپل زړۀ هغه بړاس څۀ نا څۀ وباسي چې پۀ مذاکراتو کې لۀ دوی سره د مشورې او پۀ تمام جریان د خبرېدلو دعوه یې دروغ ثابت شوه،ځکه چې امریکایانو د دوی د تمې خلاف د کابل د ادارې د ګټې او واک پر ځای خپلو ګټو ته پۀ کتو یو داسې توافق کړی ؤ چې سر تر پایه د کابل پر ادارې بار ؤ.

دوی د خپل ځان مطرح کولو لپاره پرلپسې سرې کرښې کش کولې چې هغه به هم ډیرې ژر ژیړې شولې،د دوی پرلپسې ناکامې هڅې،کرل او ریبل، لویه مشورتي جرګه را غوښتل او د بندیانو د پروسې د تمدید وجه همدا وه چې دوی لۀ طالبانو سره د مذاکراتو لپاره هیڅ نوع تیاری نه درلود،نۀ یې مذاکراتي ټیم معلوم ؤ او نۀ د خبرو اجنډا،نۀ یې کوم ثابت دریځ درلود او نۀ پۀ ځان اعتماد؛اوس یې چې کوم مذاکراتي ټیم جوړ کړی ده هغه هم لۀ داسې خلکو جوړ ده چې د جهتونو او کړیو د نمایندګۍ پۀ پار انتخاب شوي دي؛نۀ د سیاسي،علمي،مذاکراتي، فرهنګي پوهې او درایت پر اساس.!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx