افغانستان

غور: د موټر اووښتو پېښه کې ۸ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د فلاینګ کوچ ډوله موټر اووښتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د شهرک ولسوال محمد کبیري رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون د شنبې په ورځ(۲۵ زمري) له ماسپښين نه وروسته هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې له غور څخه د هرات لورته روان فلاینګ کوچ ډوله موټر ددې ولسوالۍ په «شیرخاج» سیمه کې له سړک څخه واووښتلو.

نوموړی زیاتوي، د موټر اووښتلو په دغه پېښه کې د یوې میرمنې او ۳ ماشومانو په ګډون ۸ تنو خپل ژوند بایللی او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د ولسوال په خبره چې دا پېښه د موټر چلوونکي د بې پروایۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

د سړکونو غیر معیاري جوړول او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله افغانستان کې هر کال زرګونه مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې کله د ترافیکي پېښو تلفات د جګړې تر تلفاتو هم زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x