افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم دوه غړو رسنیو ته ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات د ناڅرګندو دلایلو په اساس له خپلې ټاکلې نیټې څخه ځنډیدلي دي.

که څه هم له اوږده ځنډ وروسته څو ورځې وړاندې د کابل حکومت د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه ۸۰ تنه خوشې کړل او تمه کېده چې روانه اونۍ به د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ خو تازه یو شمېر حکومتي سرچینو ددغو مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړې حبیبې سرابي او بل غړي فاروق مجروح تیره ورځ رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو لامل ورته څرګند نه دی؛ خو دومره یې ویلي چې له خپلې مودې څخه ځنډیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تیره ورځ د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې د کابل حکومت باندې تور لګولی چې د مختلفو بهانو او خنډونو ایجادولو له لارې غواړي بین الافغاني مذاکرات وځنډوي او د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

مونږ به یو څه غواړو خو په هغه کی به مو خیر نه وی او یا داسی څه به نه غواړو چی په هغه کی مو خیر وی ، الله تعالی دی هغه څه راپیښ کړی چی په هغه کی مو د دنیا او د آخرت خیر وی .
حسبناالله و نعم الوکیل .

طوطی

صلاحیتونه د افغانانو په لاس کی ندی واضحه خبره ده. بالخصوص حکومت خو هیڅ صلاحیت نلری هر څه چی کوی د بهرنیانو په سلا او مشوری یی کوی خو طالبانو هم پاکستان ته سر ټیټی دی تر یوه ځایه.

محمد ظاهر حلمی

ۤټاکل شوی پلاوی دطالب چارواکوپه پرتله ډیر کمزوری او دافغانستان دجغرافیایی موقعیت څخه ناخبر اشحاص دی د دې وړتیا نلری چې دامارت اسلامی له چارواکو سره په علمی دلایلو بحث وکړ ی ځکه له طرفه علمی پوه کمه اوبل طرف ته معتصب او جاه طلبه او دپردیو ګټو ته ژمن خلک پکی ټاکل شوی هغه اوصاچې په یو مومن مسلمان کی الله ج او دنبی ع دتګری سرته سمون خوری نه لیدل کیږی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx