ورزش

مانچسټر سیټي لوبډله هم په حیرانونکي توګه له چمپینز لیګ بهر شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۹ل): وروسته له دې چې د برسلونا مشهوره لوبډله د بایرن مونشن لوبډلې په لاس د چمپینز لیګ سیالیو په کواټر پایلوبه کې په توهینونکي توګه له سیالیو بهر شوه، مانچسټر سیټي لوبډله هم د کمزورې فرانسوۍ لوبډلې «لیوان» پر وړاندې همت له لاسه ورکړ او ماتې یې وخوړه.

دغه لوبه د اګست په ۱۵مه نېټه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د پرتګال هېواد په پلازمینه لشبونه کې ترسره شوه، چې فرانسوۍ لوبډلې لیوان په حیرانونکي ډول مانچسټر سیټي ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

لوبه په بشپړ ډول د انګلستانۍ لوبډلې مانچسټر سیټي په لاس کې وه، چې د لیوان ۷ شاټونو په پرتله یې ۱۸ شاټونه وهلي، د ۶ په پرتله یې په ګول ۷ شاټونه وهلي، پر لوبه یې استحکام د ۲۸ سلنې په پرتله ۷۲ سلنه و او پاسونه یې د ۲۵۷ په پرتله ۶۳۷ وو، خو ونه توانېدل زیات ګولونه ووهي.

د لیوان لوبډلې له لوري په ۲۷مه دقیقه کې میکسویل کورنیت لومړی ګول وواهه چې په دې سره لومړۍ نیمایي په ۱-۰ پای ته ورسېده، د دویمې نیمایي په ۶۹مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي په ګټه «کیوین دي براین» یوازینی ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، خو د لیوان لخوا فرانسوي لوبغاړي موسی دیمبیلی په ۷۹مه او ۸۹مه دقیق کې دوه ګټونکي ګولونه ووهل او په ۳-۱ یې بریا خپله کړه.

موسی دیمبیلی چې یوازې ۱۵ دقیقې لوبه یې وکړه په دوه ګولونو وهلو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. لیوان لوبډلې په خپل تاریخ کې د دویم وار لپاره د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې له دې وړاندې پاریس سان جرمان لوبډلې اتلانتا ته په ماتې ورکولو، آر بي لیپزیګ لوبډلې اتلاتیکو مدرید ته، او بایرن مونشن لوبډلې برسلونا ته په کواټر پایلوبه کې ماتې ورکړې ده.

لومړۍ نیمه پایلوبه به سه شنبه په ۱۸م اګست د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د آر بي لیپزیګ او پي ایس جي ترمنځ، دویمه نیمه پایلوبه به چهارشنبه په ۱۹م اګست د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د لیوان او بایرن مونشن لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دغه راز د چمپینز لیګ (اروپا اتلانو لیګ) پایلوبه به د پرتګال په پلازمینه لشبونه کې راتلونکې یکشنبه په ۲۳م اګست ترسره شي.

https://youtu.be/y5bUqouovLg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx