افغانستانسولې اړوند خبرونه

سهیل شاهین: حکومت د طالب بندیانو په خوشي کولو کې ناغېړي کوي

نن ټکی  اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین»  حکومت تورن کړی، چې د سولې د خبرو ځنډولو په هدف د طالب بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

شاهین دغه څرګندونې له ازادي رادیو سره په خبرو کې کړې.نوموړي ویلي، چې د پاتې طالب بندیانو تر خلاصېد وروسته به د افغانانو د خپلمنځي خبرو نېټه وټاکل شي.

د شاهین له لوري دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې رسنیو د یو شمېر دولتي سرچینو له قوله د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو راپورونه ورکړل.

د کابل د مذاکراتي ټیم غړي «حفیظ منصور» رسنیو ته ویلي، چې حکومت د طالبانو له لوري د خپلو یو شمېر نظامي افسرانو د نه خلاصون له امله مذاکرات ځنډولي.

ورته مهال د حکومت له لوري هم د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون لړۍ په پڅ ډول روانه ده او تر دې دمه یې له ډلې یوازې اتیا تنه خوشي شوي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سولې پروسې د چټکتیا او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلېدو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx