دیني، سیرت او تاریخلیکنې

په نبوي دور کې د سولې تړونونه

امرالله عمران

سوله د جهاد او جګړي یو اړخ او په شریعت کې یو منل شوی اصل دی، چې دا اصل کله امر، کله اړتیا او ضرورت، او اختیار وي، چې محدثینو، مفسیرینو، فقهاؤ پري اوږده بحثونه کړي، چې هغوي سوله داسې راپیژني:
سوله په شرعي اصطلاح کې د جنګ بندول او شخړو لري کول او د اختلافاتو ختمول دی، یا په بل عبارت سوله هغه تړون ته ویل کیږي چې جنګ، شخړو اونزاع پری ختمیږي، برابره خبره ده که نزاع لفظي وي، او که وسلواله.

په اسلامې شریعت کې سولې ته ډیر لوی اهمیت ورکول شوی، تر هغه وخته یې جنګ مشروع ګرځولی تر څو چې یې اهداف دسولي له لاري په لاس راځې، نو ځکه خو الله تعالی په قران کریم کې سوله د فتحي، او د نعمت په نوم نومولې.

امام شعبي (رحمه الله ) وایې: په حدیبیه کې هغه څه مسلمانانو لاسته ورغلل چې په ډیرو غزاګانو کې یې نه وه ترلاسته کړي.

نو په اسلام کې د کافر سره هر ډول سوله کول روا دي، په دي شرط چې حلال پکې حرام نه کړای شي، او حرام پکې حلال نه کړاې شي، یعني په سوله کې اسلامې حدود په نظر کې ونیول شي، اود غیر شرعي اعمالو او اقوالو په ارتکاب سوله ونه کړای شي. ځکه چې دغه ډول سوله کول په اسلامې شریعت کې ممنوع او ناروا ده.

د سولي په تړاوو د اسلامې امت اجماع ده امام ابوحنیفه رح امام مالک رح ، امام احمد بن حنبل رح او جمهورو فقهاؤ هم ویلي دي هر ډول سوله رواده، خو چې له شرعي نصوصو څخه خلاف نه وي، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې حدیث یې دلیل نیولی، چې د ( عمرو بن عوف مزني رضی الله عنه څخه روایت شوی دی، چې په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مسلمانانو ترمنځ سوله کول راودي، مګر داسي سوله روانه ده، چې شرعي حلال شیان حرام وګرځوي او یا حرام شیان حلال وګرځوي، او په مسلمانانو باندې پرهغو شرطونو باندې التزام واجب او عملې کول یې پري لازم دي چې د سولي د تړون په مهال کې پري کیښودل شوي وي مګر د داسې سولی شرط قبلول او عملي کول پري لازم نه دي چې حلال حرام وګرځول او یا حرام حلال وګرځوي)

دا حدیث امام ابوداود په خپل سنن کې او امام ابن ماجا په خپل سنن کې او مام ترمذي به خپل جامع کې تخریج او روایت کړی دی.

د سولي د ډولونو په تړاوو حافظ ابن حجر عسقلاني په فتح الباري کې تفصیلي بحث کړی او سوله یې په مجموع کې په مختلفو ډولونو ویشلی، چې  د دې ټولو ډولو څخه موږ د لته د کافر سره سولې ته ورګرځو او په نبوي د روکې د سولي ډولونه ستاسې مخکې ګدو چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم څوځلي د کافر سره په کومو شرطونو سوله کړي.

د مسلمانانو او کافرترمنځ سوله
د کفري ځواکنو سره د سولي په اړه الله تعالی په قران کریم کې مؤمنانو ته داسې لارښوني کوي، او فرمایې:
( واِنْ جنحو اللسًمِ فَاجنح لها و توکل علی الله انه هو السمیعُ العلیم وانْ یُریدوآ آنْ یخدعوک فان حسبک اللهُ هُو الذِي ایدک بنصره و بالمؤمنین.)
ژباړه: اوکه چیري کفارصلحي او روغي ته میلان وکړي نو ته هم ( د هغوي دسولي وړاندیزومنه او صلحي ته میل وکړه) او پرالله تعالی باندې توکل وکړه، بیشکه چې الله تعالی هم دې ښه اوریدونکې د  ټولو اقوالو دی او پر ټولو احوالو باندې پوه او ښه عالم دی.

او که دوي یعنی سوله کوونکې کفار اراده وکړه چې تاته دوکه او فریب درکړي په دغه روغه کې نو بیشکه تاته الله تعالی کافي دي، همدا هغه ذات دی چې تاته یې قوت درکړي په خپل مدد سره او په مؤمنانو سره.

شیخ الهند علامه محمود الحسن دیوبندي په خپل تفسیر موضح الفرقان کې ددغو مبارکو ایاتونو په تفسیر کې ویلي دي:
په اسلام کې في سبیل الله جهاد په ځمکه کې د فساد او د فتني د ختمولو او د سوله ئیز ډاډمن ژوند د تیرولو او د کلمة الله د اعلاء لپاره فرض کړای شوی دی، نو که چیري دغه عالی مقاصد له ویني تویولو څخه پرته حاصل شي، نو بیا خو دوینی تویلو ته هیڅ حاجت نشته که چیري د اسلام مخالفین د روغي کولو وړاندیز وکړي تاسې یې هم ورسره قبول کړئ، او که هغوي د صلحي په پرده کې غواړي چې مؤمنان تیرباسي او د هغوي له پلوه د چل احتما وي نو بیا هم تاسې هیڅ پروا مه کوئ او سوله ورسره وکړئ؛ الله تعالی د مؤمنانو ملګری دی د کافرو هرډول سوله د ښمنه پلانونه به شنډ کړي او تاسې به په خپل نصرت سره پرې بریالي کړي.

او همدارنګه له کفارو سره د سولې په باره کې یې په بل آیت کې داسې فرمایلي دي:
(فاِنِ اعتزلوکم فلم یُقاتلو کم والقوا اِلیکم السلم فَماَ جَمَلَ اللهُ لکم علیهم سبیلاً) ( النساء سورت ۹۰ایت)
نوکه څنګ وکړی دوي له تاسي څخه پس دوي له تاسي سره جنګ ونه کړ او دوي تاسي ته  روغه دروړاندې کړه نو نه ده ګرځولې الله تعالی تاسې ته پردوي باندې هیڅ لاره، د جنګ کولو بلکې تاسي هم د هغوي د صلحي وړاندیز قبول کړئ او سوله ورسره وکړئ.

په نبوي دور کې د سولی تړونونه:
که د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ژوند ته زیر شو نو وبه ګورو چې هغه صلی الله علیه وسلم مختلفو قوي ملتونو سره لکه نصرانیانو، دمکې مشرکانو او یهودیانو سره صلحي کړي دي، د مثال په ډل دلته یې څو نموني وړاندې کوو.

۱ـ د مد ینې منوري صلحه دنبوي هجرت په پنځم کال له (۶۲۶ م کال) سره سم د احزاب له غزا څخه دمخه دمدیني منوري دیهودیانو دبنو نضیر او بنو قریظه له قبیلو سره صلحه وکړه چې بیا دهغوي له پلوه ماته شوه.

۲ـ دنبوي هجرت په شپږم کال (۶۲۷ م) کې د مکې له مشرکانو سره تاریخي صلحه چې د حدیبیه نومې سیمه کې مکې ته څیرمه شوي وه.

د حدیبیه د صلحي د تړون مادي:
هغه شرطونه او مادې چې دحدیبیه دصلح په تړون کې دجانبینو په اتفاق سره کیښودل شوي وو په لاندې ډول دي:

لومړۍ ماده: اې الله ستا په نوم!

دویمه ماده: دا تړون دمحمد بن عبدالله( صلی الله علیه وسلم ) او سهیل بن عمرو ترمنځ وکړای شو.

دریمه ماده: دوي دواړو پر دې باندې صلح وکړه چې لس کلونو به د دواړو پلوونو ترمنځ جنګ بند وي، او په دغه موده کې به خلک په امن او سیږي، او یو له بل څخه به لري ګرځیږي.

څلورمه ماده: که دمحمد ( صلی الله علیه وسلم ) له ملګرو څخه کوم څوک د حج یا عمري اداء کولو یا د تجارت لپاره مکې ته راشي، د هغه سر او مال به په امن وي، او که د قریشو کوم څوک په دغه موده کې دسودا ګرئ لپاره مصر یا شام ته د مدیني له لارې تیریږي د هغه مال او سر ته به امن حاصل وي.

پنځمه ماده: که چیري له قریشو څخه کوم شخص د خپل ( پالونکې) له اجازته څخه پرته محمد ( صلی الله علیه وسلم) ته لاړ شي«مسلمان شي» نو هغه به دې هغوي ته بیرته سپاري او که د محمد (صلی الله علیه وسلم) له ملګرو څخه کوم شخص قریشو ته ورشي« مرتد شي» هغه به بیرته محمد صلی الله علیه وسلم ته نه سپاري.

شپږمه ماده: له دغه تړون څخه وروسته به ترټاکلې مودې پوري زموږ ترمنځ غدر اوخیانت نه وي، او  نه به په پټه سره یو دبل په خلاف له بل چاسره  مرسته کولی شي او نه به په ښکاره د دغه په خلاف ټګې کولی شي.

اوومه ماده: که له عربو قبائلو څخه کوم قبائل پدغه تړون کې له هر چا سره ځان ملګری کوي داسې کولی شي که له محمد صلی الله علیه وسلم سره ملګرتیا کوی کولی شي او که له قریشو سره په تړون کې ځان شاملوي هم داسي کولی شي.
« په همدغه مجلس کې د خزاعه قبائلو خپله ملګرتیا له محمد (صلي الله علیه وسلم) سره اعلام کړه او بنوبکر خپله ملګرتیا له قریشو سره اعلام کړه چې بیا دواړه په تړون کې ذکر شول»

اتمه ماده: ته به سږ کال مکې ته نه داخلیږې او له همدې ځایه به بیر ته مدیني ته ستنیږي، او په راتلونکې (۷ ه کال) کې به موږ له مکې څخه خارج شو، ته او ستا ملګري به مکې ته داخل شي صرف دري شپي دري ورځي به پکې اوسیږي. له تاسي سره به یو ازی توری وي هغه هم په تیکو کې دننه، او له تورو څخه پرته به بل هیڅ ډول وسله له ځانونو سره نه رواوړئ.

نهمه ماده: سږ کال به ستاسي د قربانۍ څاروي هماغلته وي په کوم ځای کې چې موږ ولیدل« یعني حدیبیه کې» او همدلته به ذبح کولی شئ او د ذبحه کولو لپاره به موږ مکې ته رالیولی نه شي. او په صراحت کې به زموږ او ستاسي حقوق سره برابر وي.

د محمد ( صلی الله علیه وسلم )،  د سهېل بن عمرو مهر
تړون لیکوونکي: علی بن ابی طالب (رض)
مسلمان شاهدان:                                                   د قریشو شاهدان:
ابوبکر، عمر، عبدالرحمن بن عوف  عروه بن مسعود ثقفي،مکرزبن عبدالله بن سهیل بن عمرو، سعد بن حفص او د هغو ملګري.
ابي وقاص، محمد بن مسلمه، ابوعبیده بن الجراح.

۳ـ د نبوي هجرت په اووم (۶۲۸ م کال) په خیبر کې  دخیبر له یهودیانو سره دخیبر له فتحي څخه وروسته صلحه کول.

۴ـ د نبوي هجرت په لسمه (۶۳۱م کال) دیمن د نجران له نصرانیانو سره تاریخي صلح چې په مدینه منوره کې په نبوي جومات کې د صلحي تړون ورسره لاسلیک شوی وو.

نو نظر پر دغو دلیلونو او شواهدو د اسلامې امت حاکمانو ته شرعاً رواده چې که چیري د اسلامې امت ګټه او مصلحت پکې وي چې له کفارو سره صلحه وکړي، برابره خبره ده که دجنګ په دوران کې وي او که له جنګ څخه دمخه وي او که له جنګ څخه وروسته وي. که وړیا وي لکه د حدیبیه صلحه چې هیڅ مال له یو پلوه هم پکې نه وی او که په مال سره وي لکه چې د خیبر په یهودیانو او دنجران په نصرانیانو رسول الله صلی الله علیه وسلم کیښودلی ؤ چې هر کال به یې اسلامې حکومت ته ورکوي، دغه راز که چیري د مسلمانانو د سر، مال، دین اوناموس خطر وی اوکفار په صلحه کې دا ورسره شرط کړي چې اسلامې حکومت به کفري حکومت ته دومره دمره ټاکلی مال ورکوي نو د ځینو مفسیرینو او فقهي امامانو په نزد دا هم رواده ځکه چې په (۵ هجریي کال ) کې د احزاب په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غطفان د قبیلو له مشرانو عیینه بن حصن الفزاري او حارث بن عوف المري سره یو تړون لاسلیک کړ چې دوي دواړو ته به سږ کال د مدیني دخرماؤ دریمه برخه ورکړي پدې شرط چې دوي به تول غطفانیان له جنګ څخه وباسي او خپلو کورونو ته به ځې او هم به مشرکانو په لښکر کې اختلاف پیداکوي.

هغوي ورسره ومنله مګر کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو له مشرانو سعد بن معاذ، سعد بن عباده او اسعد بن زرارة سره مشوره وکړه هغوي ورسره قبوله نه کړه، او هغه تړون لغو شوو او ځینو نورو ویلي دي چې دغه ډول صلحه روا نه ده ځکه چې پدې کې دمسلمانانو سپکاوي او توهین دی.

نو په اخیر کې هر هغه چاته وایو چې د سولی په خلاف په جنګ ترکیز لري او د سولي له لاري روانه جګړي په حل باور نه لري، یا سوله ورته دسیسه او ټوکې ښکاري، هغوي ته وایو چې سولې ته چې څنګه الله تعالی د فتحي خطاب کړي، همداسې به موږ ته هم د فتحي دروازي خلاصي کړي، او مجاهدینو او مسلمان ملته د اسلامې شریعت د پلې کولو عزت او ابدي نیکبخي ورکړي.

د هغې ورځې په هلیه چې د اسلامې نظام تر چتر لاندې پوره امن او سوله ولرو.

ماخذونه:
قران کریم، حدیث
تفسیر صابوني صیب
سوله د اسلام له نظره، د زاهد احمدزي صیب کتاب
سیرت نبوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x