افغانستان

ارمنستان افغانستان ته یو شمير نور عسکر رالیږلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې امریکايي او ناټو پوځیان له افغانستان څخه د وتلو لپاره خپلې بسترې  تړي، ارمنستان افغانستان ته د خپلو تازه دمو پوځیانو د رالیږلو خبر ورکړی دی.

د ارمنستان دفاع وزارت پرون د شنبې په ورځ(۲۵ زمري) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته لیږل شوي پوځیان به یې د کابل حکومت د عسکرو د روزنې او تربیت په برخو کې فعالیت کوي.

ارمنستان چې یو عیسايي هېواد دی او د عثماني خلافت پرمهال یې د ناکامو بغاوتونو له امله د ناټو غړي هېواد اوسنۍ ترکیې سره خرابې دیپلوماتیکي اړیکې لري، په داسې مهال د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل پوځیان رالیږي چې ددغه تړون غړیتوب هم نه لري.

باید وویل شي چې ارمني پوځیان د هېواد په شمالي ولایت مزارشریف کې میشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

له دینه ښکاری چی ارمنیان ډیر احمق او د اسلام سخت دښمنان دی ، ټوله نړی له افغانانستان په وتو ده خو دا احمقان نور عسکر رالیږی ، زوروری باداری امریکی مو څه ګټه وکړل چی تاسی کمزوره نوکران یی وکړی .

طوطی

دوی خو امریکایان ندی خو په چکر راغلی بیرته به ځی. افغانستان اوس لکه تش او بی سر پوښه دیګ غوندی دی چی هر خاک او خاشاک پکی ولیږی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx