افغانستان

پکتیا کې د نښتې پرمهال ۵ کمانډو عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي د پکتیا ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۵ کمانډو عسکرو د وژلو خبر ورکوي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښکاره کولو په شرط شمشاد تلویزیون ته ویلي، دا نښته نن د یکشنبې په ورځ ماسپښین هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ځاځي اریوب ولسوالۍ ته روان د کمانډو ځواکونو کتار باندې د سړک غاړې ماین چاودنه ترسره شوه.

سرچینه زیاتوي، په چاودنه کې ۵ تنه کمانډو عسکر وژل شوي او ۳ سرحدي پولیس ټپيان دي.

د سرچینې په خبره په دغه چاودنه کې د کمانډو ځواکونو هاموې ټانګ هم ویجاړ شوی او سیمه کې لاهم نښته روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx