شعـــــرونه

اي د ټـولـو مخـلوقـاتـو ذوالجـلاله/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

اي د ټـولـو مخـلوقـاتـو ذوالجـلاله
د هـمــه واړه صفــاتـو ذوالـجـلالـه

ته واحد یې ته احد یې ته صمد یې
اي د ټـولــو کاینــاتـو  ذوالزجـلالـه

شریک نه لري پخپله بادشاهي کي
هم د مځکې سـمـاواتـو ذوالجـلاله

هر مخلوق دي تل پخپله ژبه ستایې
د سـاکـښ او نبـاتـاتـو ذوالـجـلالـه

ته د عـرش او دقلـم څښـتن یې ربه
اي د لــوړو کـمــالاتــو ذوالـجـلالـه

اِنـسُ جِن او مـلایکي دي ثنـاه کړي
د حیـــاتــو د مـمــاتـو ذوالـجـلالـه

ته لائـق د عبـــادت یـي قــادر ذاتـه
د ثــنــــاؤ  عبـــاداتـــو ذوالـجـلالـه

ما (تپـاندزُهـاد)قبول په بندګي کړه
اي د ټــولـــو بـــرکاتــو ذوالـجـلالـه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx