افغانستان

د کندهار د پولیسو نماینده په کابل ښار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): ناڅرګندو وسله والو په کابل ښار کې د کندهار د پولیسو نماینده وژلی او تښتېدلي دي.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د کندهار ولایت د پولیسو نماینده «وحید برید» د خپل کور ترمخه ترور کړی دی.

تراوسه ددې پېښې څرنګوالی معلوم نه دی؛ خو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنو او وسله والو بریدونو زور اخیستی، چې د پولیسو پرلپسې امنیتي پلانونو بدلون سربیره وضعیت کوم بدلون نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx