افغانستانسولې اړوند خبرونه

سپېدار: د بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه ځنډولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کابل حکومت مشورتي لویې جرګې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه کړې او اشرف غني د هغوی د خلاصون فرمان لاسلیک کړی؛ د عبدالله عبدالله ویاند وایي، د یو شمېر طالب بندیانو له خلاصون سره د بهرنیو هیوادونو مخالفت یاده پروسه له ځنډ سره مخ کړې.

کابو یوه اوونۍ وړاندې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د مشورتي لویې جرګې له پای ته رسېدو وروسته له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ؛ خو تر دې دمه د یادو شمېر بندیانو له ډلې یوازې اتیا تنه یې خلاص شوي.

د عبدالله عبدالله ویاند «فریدون خوځون» په دې تړاو طلوع نیوز ته ویلي «د ځیو زندانیانو په تړاو ملاحظات شتون لري، خو زموږ تمه داده، چې بین الافغاني مذاکرات ونه ځنډول شي او  هڅه مو داده چې ستونزه داسې حل کړو، چې نه بین الافغاني مذاکرات ونه ځنډېږي او نه هم له نړیوالو شریکانو سره زموږ اړیکې خرابې شي.»

یاده دې وې، چې څو ورځې وړاندې  اسټرالیا د حکمت الله په نوم د هغه بندي له خلاصون سره مخالفت وکړ چې د اسټرالیاوي عسکرو په وژلو تورن وو او ورپسې فرانسې هم له کابل حکومت وغوښتل چې د هغو طالب بندیانو د خلاصون مخه ونیسي، چې ددوی له قوله د فرانسوي اتباعو په وژلو کې ښکېل دي.

په ورته وخت کې طالبان بیا د خپلو پنځه زره بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو لپاره شرط بولي او ټینګار لري، چې دوی د خپلو بندیانو له خلاصون یوه اوونۍ وروسته دننه تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» حکومت تورنوي چې د مذاکراتو د ځنډولو په هدف د پاتې بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

د پاتې طالب بندیانو په خلاصون کې خنډ او ځنډ داسې مهال دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سولې پروسې د چټکتیا او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غږ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

آیادافغانانوقتلونه دپوښتنی وړندی څونه افغانان دی کفاروشهیدان کړل څونه یتیمان اوکونډی یی په افغانستان کی جوړی کړی بیله یوه قیدی خلاصیدو ناسته دافغانانوسره خیانت دۍ.عبدالواحد اڅګزۍ

احمد

بیغیرته حکومت له وطن نه پردیو ته وفا داره نظام ملي خاینین 330 ملیون افغانی د جرګې مصرف په سین لاهو شوي پکار ده چې جرګې ته راغلی خلک خپل ځان ته توکاڼې واچوي چې خبرې ته یی چا اهمیت ورنکړ و . مرګ په ګوډاګي نظام

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx