ټولنیزه برخه

د یو پېغور ځواب/ دکتور عمر عماد

لیکنه: دکتور عمر عماد

د یو افغان سیکولر سره مې خبرې کولې ، نو یو ځای ما ورته وویل چې : اسلام د ژوند بشپړ نظام دی …

نو راته یې وویل چې: ته داسې وایې ( خو حقایق وګوره چې تر اوسه څو د نوبل جایزې د دې بشپړ نظام پیروانو اخیستې، لاړ شه یو درملتون ته د سر درد له ګولۍ شروع تر پېچلو درملو وګوره چې کومه یې پیغمبر، صحابه، حدیث، مولوی، عالم، او یا د بشپړ نظام پیروانو جوړه کړې.)

نو ماورته وویل چې :

هو ځوانه! بالكل اسلام د ژوند بشپړ نظام دی ، خو دغه نظام به مسلمان حاکم په رښتینې توګه په مسلمانانو تطبیقوي،

دغه نظام به هر فرد په خپله خوښه په خپل فردی او ټولنیز ژوند کې تطبیقوي .

اوس راشه خپلو چارواکو، خپلې ټولنې او خپل ځان ته دې وګوره او نور پرې قیاس کړه .

ته پر ځان حاکم کوې هغه څوک چې اسلام نه پیژني او نه ورته ژمن دی او بیا په ټولنیز ژوند کې د اسلام د لاسته راوړنو تمه کوې !

د پېړیو پېړیو راپه دې خوا یو حاکم را په ګوته کړه چې هغه په هغو شرطونو برابر وي چې اسلام د حاکم لپاره ټاکلي دي ، او یا راته یو داسې حاکم وښیه چې داسلام دغه بشپړ نظام یې په صحیح او سالمه توګه په رعیت تطبیق کړی وي. عجیبه منطق دی چې رایه داسې چا ته ورکوې چې اسلام سم پېژني نه ، او د حکومتونو ټول فساد اوټولې نیمګړتیاوې یې بیا په اسلام باندې تپې ؟!

ګوره ځوانه ! په اسلام کې مهم اصل دا دی چې کار به اهل کار ته سپارل کیږي إ{ِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا}، او نا اهل ته د مسئولیت سپارل د قیامت نښه ګڼل شوې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : (إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ) . خو اوس ته وګوره چې د واکمنۍ دغه ستر مسئولیت چا ته په لاس کې وركړل شوی دی , او بیا هغوی څومره رښتیا هم کار اهل کار ته سپارلی دی ؟! نو چې نا اهل درباندې حاکم کیږي ؟! نو آیا دا د اسلام ګناه شوه ؟

په اسلام کې حکم امانت او مسئولیت دی (يَا أَبَا ذَرٍّ، إِنَّكَ ضَعِيفٌ، وَإِنَّهَا أَمَانَةُ، وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ، إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا، وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا)، خو زموږ حاکمانو غنیمت ګڼلی دی ، نو په دې کې د اسلام ګناه څه ده ؟

په اسلام کی عدل د حکومتولۍ اساس او بنسټ دی  او حتى له دښمن سره هم بې عدالتي منع ده{ يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَداءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلى أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِما تَعْمَلُونَ }، خو ته دې تاریخ مطالعه کړه چې ستا په حکومتونو کې عملا څومره عدل او څومره بې عدالتي موجوده وه ؟ نو آیا دا د اسلام ګناه شوه ؟

په اسلام کې حکومتولي په شوری ولاړه ده {وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ}، خو ستا تاریخ د سیاسي استبداد نه ډک دی ، نو اوس ملامت څوک دی ؟ْ

په اسلام کې د امام اول شرط دا دی چې فاسق به نه وي ، د فاسق حاكم كول د جماهیرو علماوو په نزد کې ناروا دی ، خو ته دې تاریخ وګوره چې څومره فاسقان درباندې حاکمان تېر شوي او لا درباندې مسلط دي . نو آیا دا د اسلام ګناه شوه ؟

په اسلام کی به څوک دنده او مسئولیت په خپله نه غواړی ، او كه يې وغواړي نه به وركول كيږي (إِنَّا لاَ نُوَلِّي هَذَا مَنْ سَأَلَهُ، وَلاَ مَنْ حَرَصَ عَلَيْهِ) – بلکې په ځینو ځانګړو حالاتو کې ورکول کیږي.

خو ته وینې چې ستا حاکمان قدرت ته په رسیدلو کې د هیڅ کرغیړنې وسیلې د کارولو څخه دریغ نه کوي ، نو اوس به یې د کړنو مسئول اسلام وي؟

په اسلام کې به حاکم ځان له محکومینو غوره نه ګڼي ، او د ابو بکر الصدیق – رضی الله عنه – په څېر به په  ډاګه خلکو ته اعلان کوي چې : که ښه مې وکړل مرسته راسره وکړئ ، او که بد مې وکړل سم مې کړئ , (يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي قَدْ وُلِّيتُ عَلَيْكُمْ وَلَسْتُ بِخَيْرِكُمْ، فَإِنْ ضَعُفْتُ فَقَوِّمُونِي، وَإِنْ أَحْسَنْتُ فَأَعِينُونِي، الصِّدْقُ أَمَانَةٌ، وَالْكَذِبُ خِيَانَةٌ، الضَّعِيفُ فِيكُمُ الْقَوِيُّ عِنْدِي حَتَّى أُزِيحَ عَلَيْهِ حَقَّهُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ، وَالْقَوِيُّ فِيكُمُ الضَّعِيفُ عِنْدِي حَتَّى آخُذَ مِنْهُ الْحَقَّ إِنْ شَاءَ اللَّهُ)  ، خو ته وګوره چې ستا حاكمانو ته ځانونه څه ښکاري ، او څومره د نیوکې حوصله لري او خبره اوري ! نو آيا اوس به دوی هم د اسلام استازی وي او اسلام به پرې بدنامیږي؟!

اسلام په وحدت او اتفاق امر کړی دی {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا} ، او له اختلاف څخه يې خبرداری راكړی دی {وَلاَ تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ} ، خو موږ په اختلافاتو کې ډوب یو ، بلکې همیشه په خپلو کې په اخ او ډب اخته یو ، نو په دې کې د اسلام څه قصور دی ؟

په اسلام کې حدود وضع شوي چې په ټولنه کې د هر چا حق خوندي اوسي، د شر او فساد ټغر ټول شي ، خو چې ستا حاکم یې نه تطبیقوي ، نو په دې کې د اسلام نيمګړتیا څه ده ؟

او داسې نور ډیر شیان در واخله چې اسلام یې د حاکم لپاره شرطونه او د حاکم دندې بولي خو ستا په حاکمانو کې یې څرک نه لیدل کیږي، نو اوس دا ګناه د اسلام شوه ؟

او که د افرادو حالت ته وګورو نو راته ووایه چې موږ څومره اسلام په خپل ژوند کې تطبیق کړی دی ؟

اسلام د امانت امر درته کوي خو ته خیانت کوې ، اسلام د صدق امر درته کوي خو ته دروغ وایې ، اسلام د عزت سپارښتنه درته کوي خو ته ځان ‌ذلیله کوې . اسلام درته وایي چې د مسلمان سره به خواخوږي کوې ، او هغه څه چې ځان ته خوښوې هغه به بل مسلمان ورور ته هم خوښوې، بلکې په خپل ځان به یې هم ړومبی کوی ، خو ته د بل مسلمان سره څه کوې؟ اسلام درته وایي چې په ځمکه کې وګرځه او حلال رزق ولټوه ، خو ته په څه کې غرق یې؟ نو آیا دا هم د اسلام نیمګړتیا ده ؟!

اسلام درته وایي چې علم لاس ته راوړه، درته وایي چې دنیوي علوم درباندې فرض کفایي دي ، خو ته تر پوندو پورې په جهالت کې ډوب یې .نو اوس تقصير د چا دی ؟

اسلام درته وایي چې راکړه ورکړه دې باید له سود ، غولونې ، قمار ، پردي حق خوړلو ، … او د ټولو محرماتو څخه پاکه وي ، خو ته بیا په دې ټولو کې دکتوراه لرې .

دا او دې ته ورته نور ډیر اسلام ضد کړنې تر سره کوې چې ټولنه ترې ډکه ده ، نو په دې کی ګناه د چا شوه ؟

جنابه ! نظام د هیچا څخه په اتوماتیکه توګه نه ساینس پوه جوړوي او نه ډاکټر ، نه ورته دوا جوړوي او نه کمپیوتر ، بلکه نظام درته د ژوند چوکاټ جوړوي نور د هر چا خپل کار دی چې څومره زیار او زحمت ګالي ، خو تا چې نظام ته شا کړې ده او غاړه ورته نه ږدې ، نو دا ګناه ستا شوه او که د نظام ؟

هغه وخت چې مسلمانانو همدې نظام ته په رښتینې توګه غاړه ایښې وه انسانانو ته یې مدنیت وړاندې کړ ، د هارون الرشید په وخت کې مسلمانانو ساعت جوړ کړ او بیا هارون رشید د فرانسې پاچا شارلمان ته ډالۍ کړ ، هغوی ورته حیران شول او ویل یې چې دا پیریان ښوروي !

د مسلمانانو د مدنیت نه خو ستا غوندې دغرب په نیلي سپاره سترګې پټوي ، که نه نو مسلمانان خو لا څه حتی چې ټول منصف مستشرقین په دې اعتراف کوي چې غربي مدنیت د اسلامي مدنیت پوروړی دی ، که نه د ( شمس العرب تسطع علی الغرب ) د سیغرید هونکه کتاب ، او ( حضارة العرب في الأندلس ) د ګوستاف لوبون کتاب او ( مهد الاسلام ) د جوزيف اوبرمان ج کتاب او د نورو مستشرقینو کتابونه ولوله چې دا مات او مړ شعور دې لږ راژوندی او د نقص د عقدې کچه دې لږ راټیټه کړي.

هو ، کله چې مسلمانان رښتیني مسلمانان وو د دنیا سرداران وو ، خو چې کله یې اسلام ته شا کړه نو بیا د دنیاوالو غلامان شول . او موږ همدا هلې ځلې کوو او خلکو ته په رسا غږ نارې وهو چې :

اې خلکو ! که عزت غواړئ راشئ بیرته اسلام ته راستانه شئ ، او ټولو ته د عمر بن الخطاب دغه پیغام رسول غواړو چې :

مونږ هغه قوم یو چې په اسلام الله تعالی راته عزت راکړ ، نو كه هر څومره په بل شي کې عزت ولټوو الله تعالی به مو ذلیله کړي . ( نحن قوم اعزنا الله بالاسلام ، فمهما ابتغینا العزة بغیره ا‌ذلنا الله)  .

هو ، زموږ عزت یوازې او یوازې په اسلام کې نغښتی دی ، نو راځه چې لومړی – څرنګه چه ښایي هسې بیرته اسلام ته راستانه شو  بیا په نړیواله کچه د خپل عزت او درناوي پوښتنه وکړو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx