افغانستان

د والي شکایت: د کندز امنیتي ځواکونو «له خوبه» دي

نن ټکی  اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په ولایتونو کې د طالبانو د نفوذ ساحه ورځ تر بلې پراخه او پر سیمو یې کنټرول غښتلی کېږي؛ د کندز والي د خپل ولایت له عسکرو شکایت کوي، چې د خلګو د ستونزو په حلولو او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي.

طلوع نیوز د کندز د والي «عبدالستاز میرزکوال» له خولې لیکلي، چې ددې ولایت ټول امنیتي ځواکونه په داسې ستړي حالت کې دي لکه تازه چې له خوبه راپورته شوي وي «ټول خلګ د ملي امنیت او ملي پولیسو په انتظار کې وي، کله چې ستونزه پیدا شي ولې د اردو عسکر عملیات نه کوي؟ ولي ملي پولیس ګزمې نه کوي.»

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړی «امرالدین ولي» هم د والي څرګندونې تاییدوي او په خبره یې «کندز تر محاصرې لاندې دی او هره ورځ ددې محاصرې کړۍ تنګېږي، همدا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم د کندز-بغلان او کندز-تخار لویې لارې د طالبانو تر بشپړ واک لاندې دي.»

د «اکمل رحماني» په نوم د کندز یو تن اوسېدونکی چې له خراب امنیتي وضعیت څخه ستړی شوی ښکاري، ویلي «یو وخت مو دلته څو تنه پولیس درلودل، طالبان نه وو، کله چې فرقه جوړه شوه طالبان راغلل او اوس چې قول اردو جوړه شوه، بشپړ کندز مو له لاسه ورکړ. همدا اوس موږ تخار ته نشو تللای، کابل ته تګ نشو کولای.»

بل لور ته د کندز ولایت ځايي امنیتي چارواکو طلوع نیوز ته ویلي، چې په دې ولایت کې نږدې اوولس زره امنیتي ځواکونه شته، خو د هغوی تر منځ نه همغږي او د تحرکاتو کموالی ددې لامل شوی، چې د تېرو کلونو په پرتله امنیتي وضعیت خراب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ډالر خلک خسی کوی په دی معنی چه هغوی مردی نوره نه لری چه مردی نه لری باید اشغالګرو ته یی قضایی مصونیت ورکړی وی که یی نه وی ورکړی هم اشغلګرو د دوی په کورو، دفترو او لیارو کی جبرا قضایی مصونیت لری یعنی غلام د بادار په مقابل کی جبرا قضایی مصونیت لری یعنی قضا رویکار نه ده د کور بار دننه د هر څه کولو د اولیت حق لری غلامان د مقاومت څه چه د شکایت حق هم نه لری څومره شرم اوره او تر مرګ څو ځلی شرف لری ځانته ولسمشر هم وایی په لویه جرګه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x