روغتیا

لیدلی خوب مو له یاده وځي؟ دغه نسخه وازمویئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۹ل): ساینس پوهان وایي چې خوبونه ممکن د مهمو مسایلو الهامي معلومات وي، مثلا، یو سړي خوب لیدلی و چې د شپې پړانګانو پسې اخیستی وي او یوه پړانګ یې پر شا داړه لګولي وي، دغه کس څو میاشتې وروسته په یوه خطرناکه ناروغۍ اخته شوی و او د شا په هغه ځای کې چې پړانګ په خوب کې داړلی و یو تور خال پیدا شو.

عموما د شپې خوب لېدل یوه طبیعي پېښه ده چې هر انسان ورسره مخامخ کیږي، خو ځینې مهال دا په محیط پورې هم اړه لري، یعنې یو انسان د شپې په خوب کې په واوره کې بند وي، چې ویخ شي وګوري کړکۍ خلاصه وي او یخني یې کیږي. په خوب کې وایي تشې بولې کوم چې ویخ شي د سختو تشو بولو احساس کوي.

د شپې په خوب کې بېلا بېل څیزونه لېدل جلا تعبیرونه لري، مثلا: په خوب کې تیاره لېدل په غم او خپګان دلالت کوي، که څوک په خوب کې تیارو نه رڼا ته ووځي، دغریبۍ نه شتمنۍ ته تللو معنا ورکوي، مار لېدل د شتمنۍ زیاتوالي تعبیر ورکوي، په توره شپه کې په مبهمه لاره مزل کوي او فکر کوي چې په سمه لار روان دی دده پر دین د استقامت معنا وركوي او داسې نور..

خو د غوره تعبیر لپاره هغه څه اړین وي چې په خوب کې یې څه لیدلي وي په یاد وي، ځینې خلک د شپې خوب وویني خو سهار چې ویښ شي خوب یې له یاده وتلی وي، ددې ستونزې د حل لپاره لاندینۍ نسخه وازمویئ!

په استرالیا کې د یوې څيړنې له مخې دا دعوه شوې چې کیلې، دال یا چڼه او ټونا (په ماهي کې یو ډول ویټامن دي ویټامن بي ۶) تاسې سره په خوب یاد ساتلو کې مرسته کوي.

د استرالیا په اډلیډ پوهنتون کې ترسره شوې څیړنه وایي چې دغه څیزونه یوازې د ۵ ورځو لپاره له خوب وړاندې استعمال کړئ، د خوب یاد ساتلو وړتیا به مو ۶۴ سلنه وده وکړي.

که څه هم د شپې خوبونه عام دي، خو د شپې د خوبونو ګډوډي نسبتا نادره ده. د شپې ناوړه اختلال هغه وخت دی چې خوبونه اکثرا پیښیږي، د اضطراب لامل کیږي، د خوب حالت ګډوډوي، د ورځې فعالیت سره ستونزې رامینځته کوي یا خوب ته د ویرې ویره رامینځته کوي.

باید وویل شي چې ځینې ویروونکي خوبونه ممکن ستاسې خوب درخراب کړي او د ذهني ناروغۍ ښکار مو کړي، په دې لړ کې غوره وګڼئ په خپل وخت ډاکټر ته رجوع وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه.
ڼن ټکی اسیا مسولینو ته،
ډیره موده کیږی چه د محترم عبدالمالک همت صاحب لیکنی او تبصری د ستاسو ویب پاڼه کی نه نشر کیږی،
همت صاحب سره مستقیما کوم تماس نه لرم.او غواړم چه د ستاسو د لاری پوه شم چه ،
محترم همت صاحب صحت ښه دی؟او چیری دی؟والسلام

ناهد

مجھے نمبر چاہے کیونکہ مجھے لکھنا نہیں آتا ہے

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx