روغتیا

یو رستورانت په هغې پالیسۍ چې «د کس وزن سره سم خواړه ورکوي» بخښنه غوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): په چین هېواد کې یو رستورانت پر خپلې هغې پالیسۍ چې «د کس وزن ته په کتلو خواړه ورکوي» بخښنه غوښتې ده.

د راپورونو له مخې په چین کې د کرونا وبا له کبله د خواړو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره یو کمپاین پېل شوی و، په دې تړاو په چنګشا ښار کې د یوه رستورانت په دروازه کې تلې ایښودل شوې وې.

په دې رستورانت کې باید خوړونکي لومړی ځان وتلي، خپل معلومات د یوه اپلیکیشن له لارې ثبت کړي، او بیا د هغه د وزن سره سم د ریستورانت لخوا خواړه ورکول کیږي.

په دغه رستورانت کې داسې جملې «صحتمند او محتاط اوسئ»، «تشو قابونو ته وده ورکړئ»، او «د خالي قابونو عملیات» په زوړ لیکدود لیکل شوي دي. موخه یې د خوړو د ضایع کېدو مخنیوی دی.

ددغه کمپاین پر وړاندې په چین کې د ټولنیزو رسنیو له لارې سخت غبرګونونه راوپارېدل چې بالاخره د رستورانت خاوند له دغه کمپاین ترسره کولو څخه بخښنه غوښتې ده.

د رستورانت چارواکي وایي، «په دغې کمپاین سره زموږ اصلي هدف دا و چې د فضله خواړو مخه ونیول شي او په سالم ډول خواړه تنظیم شي، موږ هیڅکله پیرودونکي وزن زیاتولو ته اړ نه کړل، موږ له دوی څخه ژوره بخښنه غواړو».

باید وویل شي چې په چین کې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر دغه حکومت جدي او حیرانونکې پریکړې کړې دي، چې په مرسته یې ددغه ویروس مخه نېولو کې بریالي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx