نظــر

د لبنان چاودنه او فاسد حکومت یې

عزام مهاجر

لبنان چې له وړاندې لا په پورونو، غربت، کورنیو جګړو، فساد، بې ارزښته کرنسۍ او شل و شوټ حکومت په منګولو کې ګیر و، تېرو ورځو کې د یوې سترې درنې چاودنې شاهد وګرځېد. چاودنه چې د لبنان په یوه داسې بندرګاه کې رامنځته شوه چې شاوخوار ترې د خلګو د کورونو ودانۍ تاو وې. په بندرګاه کې تقریبا درې زره ټنه ایمونیم (امبار چې د زراعت لپاره استعمالیږي) جمع کړای شوي و. دغه ایمونیم که څه هم اصل د زراعت لپاره جوړیږي خو چاودېدونکې توکې هم ترې جوړېدی شي. د همدې ایمونیم په مټ په ۱۹۹۵ز کال کې په اوکلاهوما کې یوه قوي چاودنه رامنځته کړای شوه چې زیات شمېر ځاني او مالي زیانونه یې درلودل. ایمونیم یاد تم ځای ته له مودې راهیسې د داسې کښتۍ په مټ را انتقالېدل چې تخنیکي ستونزه یې هم درلودل.

هغه مهال داسې راپورونه خپاره شول چې دغه ایمونیم په باقاعده ډول ضبط شوي دي او حکومتي محکمې ته بې شمېره لیکونه واستول شول چې باید دغه مواد د ذخیره کولو پر ځای یا خو دلې پر محلي خلګو وپلورل شي او یا هم بیرته واستول شي، خو چا پرې هیڅ غوږ ونه ګراوه. هماغه و چې داسې یوه ستره او قوي چاودنه یې رامنځته کړه. لبناني چارواکي اوس سرونه جنګوي چې د دې چاودنې اصلي عامل څوک دی؟ د لبنان ولسمشر وویل چې د بیروت د چاودنې په اړه په څېړنو کې به دا ټول ابعاد وڅېړل شي چې دا چاودنه د چارواکو د غفلت له امله او که خپله په ناڅاپي ډول رامنځته شوه او که یې تر شا د کوم خارجي ځواک لاس او مداخلت و. نوموړي وویل چې هر هغه څوک چې په یاده پېښه کې ښکېل ثابت شي، د دې ناورین بیه به پرې کوي.

له حکومتي چارواکو پرته عوام خلګ هم د یادې پېښې اړوند ځواب او شفافې څېړنې غواړي. له چاودنې وروسته په خصوصي ډول په لبنان کې د لاریونونو او د حکومت خلاف شعارونو ګراف پورته شوی دی؛ معترضین سړکونو ته راوتي او وایي چې زموږ غصه به هغه مهال سړه شي او هله به بیرته عادي ژوند ته ګرځو، کله چې د یادې پېښې اصلي عاملین په ډاګه او په سزا محکوم شي. لبناني عوام د کورونا ناروغۍ او د لاک ډاون له امله له سخت اقتصادي رکود سره مخ دي، خو د لاریونونو لړیو له کورونا ډېر مخکي هم جریان درلود، چې د لبناني حکومت د اقتصادي او سیاسي بحران د یو بل او له وړاندې لا شته اړخ انځور څرګندوي.

• سیاسي او اقتصادي بحران او لامل یې

لاریون کوونکي وایي چې له ډېرو شیانو څخه په هیواد کې تر پوزې راغلي دي، لکه: اقتصاد، لوړ ټیکسونه، بې روزګاري او داسې نور… خو له دې هر څه زیات د حکومت فساد او او اختلاس دی چې کوي یې او د لبنان د فرقه ییز سیاسي سیسټم تر چتر لاندې یې وده کړې ده. د یادو اسبابو له امله د عامو لبناني خلګو ژوند د یو لړ مشکلاتو سره مخ دی هغه دا چې د ژوند ضروریاتو ته لاس رسی نه لري لکه برېښنا، د چېښلو لپاره صافي اوبه. سړکونه اولارې ګودرې هر ځای د کثافاتو او مردارو اوبو له ډنډونو ډکې دي. حالت داسې دی لکه حکومت چې هیڅ شتون نه لري او د هیوادوالو ورځنی ژوند په یو ډول وېرانه بدل شوی دی.

د بنسټېزو بحرانونو لامل ځینې شنونکي پراخ فساد او اختلاس بولي. د حکومتي فساد اندازه له دې کېدی شي چې د جنسي فلمونو پخوانۍ لوبغاړي لبناني الاصلې مېرمنې میا خلیفه د خپلو عینکو چې بیه یې شاوخوا نیم ملیون ډالر ښودل شوې وه، دغه پیسې د لبنان د پېښې ځپلو ته وقف کړي، خو د دې پر ځای چې دغه رقم لبناني حکومت ته ورکړي تر څو د ځپل شوو خلګو د زیانونو جبران پرې وکړي، د فساد او بې باورۍ له امله یې سره صلیب ته ورکړې تر څو تر خلګو یې ورسوي. ځیني خارجي خیریه بنسټونه چې لبنان ته رسېدلي او د خلګو سره مرستو ته یې ټټر وهلی، خلګ پرې د میډیا پر وړاندې نارې وهي چې پیسې زموږ دې فاسد حکومت ته مه ورکوئ، ضایع کیږي. هغوئ ځواب ورکوي چې موږ هم دومره بې عقله نه یو( چې هغوئ ته یې ورکړو، ځکه چې فساد یې په ډاګه دی .)

خو ډېری شنونکي په دې باور دي چې دا هر څه نوي شیان دي، بلکې حقیقت دادی چې د لبنان پرهر له پخواني او ویجاړوونکي جنګ څخه لا نه دی روغ شوی. او هغه د لبنان کورنۍ جګړه وه چې په ۱۹۷۵م کال کې پیل شول او تر پنځلسو کلونو پورې یې دوام وکړ. له بېلابېلو فرقو او سیاسي احزابو څخه ملیشو د استیلاء او غلبې لپاره خپلو کې جګړې وکړې چې وروسته پکې سوریې او اسرائیل هم راودانګل او جګړه نوره د سختۍ او تباهۍ ګرداب ته ولوېدل. له اوږدو جګړو وروسته د لبنان سیاسي احزابو یوه معاهده لاسلیک کړه او واک یې سره ووېشی. هماغه تقسیم د لبنان د نني سیاسي نظام لپاره یو بنسټ دی. د واک د وېش نتیجې دي چې د لبنان صدر مارونیټ عیسایي دی، لوی درستیز یې سني مسلمان دی او د پارلمان سپیکر یې شیعه مسلمان دی. پارلماني چوکۍ پنځوس سلنه د عیسایانو او پنځوس سلنه د مسلمانانو دي.

دا خو یې د حکومت ظاهره او له ټوټو جوړه څېره ده، خو په حقیقت کې هلته دوه لوی اتحادونه شتون لري چې بېلابېل احزاب پکې ګډونوال دي او هر یو یې خارجي حریفان لري چې مقابل لوری یې تقویه کوي. مارچ ۱۴ د پخواني صدراعظم سعد حریري بلاک و چې سعودي عرب او امریکا یې تر شا ولاړه وه او مارچ ۸ د نصراني ولسمشر میشل اوون او حزب الله ډله ده چې سوریه او ایران یې پر شا ټپوي. پورته بیان شول چې لبناني حکومت د خلګو له فرقو او ډلو څخه په ټوټو جوړ دی، خو دا چې تر شا یې دوه لوی قوتونه دي، خلګ لبناني حکومت بیخي سیکټېرین یا فرقه ییز نه بولي، بلکې د دوو نورو سترو خارجي ځواکونو ښکر په ښکر کېدل یې بولي. د حکومت په دې زبون حالت کې د سیاسي احزابو با اثره څېرې خپلو شخصي ګټو ته ژمن دي او ځانونه یې پکې ښه بډایان کړي دي. لبنان چې ۲۲۰ کیلومیتره سمندري ساحل لري، ۱۸۰ کیلومیتره یې شخصي کړای شوی او یا خو د پخوانیو چارواکو په قبضه کې دی اویا خو د هغو خلګو تر واک لاندې دی او هغوئ پکې چړچې کولی شي څوک چې دغو چارواکو ته نږدې وي.

له بل لوري د هغې بندرګاه اهمیت دی چیرته چې چاونه رامنځته شوه. د الجزیرې یو لیکوال، تیمور ازهري، لیکي چې « د بیروت له اوسېدونکو دا خبره پټه نه ده چې دغه پېښه چې د ښار په کومه بندرګاه کې رامنځته شوه، د عوامو د ګټې او فایدې داسې ځای و چې د خلګو تر منځ د «علي بابا او څلوېښتو غلو» د غار په نامه پېژندل کېدی.» نوموړی وایي چې له دغه ځای څخه په ملیاردونو ډالر او د ټیکسونو عایدات غلا شوي او وروسته یې دا چاودنه رامنځته شوې تر څو د غلا شوو پیسو او سامانونو کیسه پکې ورکه کړل شي او ټول د دې پېښې د تلفاتو په تله کې واچول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx