افغانستان

دوه سوه نور امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیوځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام دوه سوه نور امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس دغه تازه ستانه شوي عسکر د امریکا د ویسکانسن ایالت د ملي ګارد د لومړۍ لوا او د ۱۲۸م پياده ټولۍ غړي وو، چې له یو کلن ماموریت وروسته د تېرې جمعې په ورځ خپل هیواد ته ستانه شول.

راپور کې وړاندې راغلي، چې د کرونا ویروس له ډاره د هغوی د هرکلي لپاره کوم ځانګړي مراسم نه وو نیول شوي؛ خو د ویسکانسن ایالت څو تنه لوړ پوړي نظامي چارواکي د هغوی ښه راغلاست ته ورغلي او هغوی یې ستایلي.

د لومړۍ لوا ډګروال «آرن فریويډ» په افغانستان کې د هغوی ماموریت ستایلی او د امریکا اتلان یې یاد کړي.

له افغانستانه د یو شمېر امریکايي ځواکونو د وتلو خبرونه داسې مهال دي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه د زرګونو امریکايي او ناټو عسکرو د وتلو خبرونه ورکړل شوي.

څه موده وړاندې د یاد تړون د لومړی برخې د عملي کېدو په موخه نږدې ۳۶۰۰ امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل او د افغانستان دننه یې پنځه نظامي اډې تخلیه کړې.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر او د فاع وزیر وایي، پلان لري د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر پیلېدو د ( راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه) افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx