افغانستان

ایران: امریکا دې افغانستان کې له داعش سره د هوايي مرستې په تړاو توضیحات ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» ایران طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورن کړ؛ د ایران بهرنیو چارو وزارت یاد تورونه رد کړي او له امریکا څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې له داعش سره د هوایي مرستو په اړه توضیحات ورکړي.

د «مهر خبري اژانس» د راپور په اساس، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «سعید خطیب زاده» طالبانو ته د وسلو د ورکړې تورونه رد کړي او په خبره یې، امریکا په دې ډول څرګندونو غواړي عامه اذهان له هغو مرستو بل لوري ته واړوي، چې امریکا یې په افغانستان کې له داعش سره کوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «امریکا اوس هم د هغو الوتکو په اړه توضیحات نه دي ورکړي، چې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې داعش ته مرستې رسوي.»

خطیب زاده ددې تر څنګ امریکا تورنه کړې، چې د افغانستان په چارو کې د مداخلې په کولو سره یې ددې هیواد وضعیت خراب کړی.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» ایران له طالبانو سره په اړیکو درلودلو او هغوی ته د وسلو په ورکولو  تورن کړ.

داعش چې په افغانستان کې د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، کابل حکومت او بهرنیان یې لا هم په تمویل او تجهیز تورن دي.

څه موده وړاندې طالبانو په ټول هیواد کې د یادې ډلې مرکزونه له منځه یووړل او  یاده یې وکړ، چې نور په افغانستان کې د داعش ډلې د مرکز په نوم څه شتون نه لري.

طالبانو له داعش سره د جګړې په مهال په بیا، بیا حکومت تورن کړ، چې د داعش له جنګیالیو سره مرستې کوي، ددوی له محاصرې یې خلاصوي او د ملي امنیت په میلمستونونو کې يې پالنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x