نظــر

باثباته ملت څرنګه جوړيږي؟

عبدالغفار سربڼ

ځينې الفاظ د هغه تکرار او پر له پسې یادونو په پایله کې په سپيڅلو شیانو بدلیږي، له هغه جملې څخه يوه يې دا د ملت کلمه ده.

ملت پاله ډلې ډير ځلې هغه ته دومره لوړ ځای ورکوي چې هيڅ شی له هغه سره برابر نه ګڼي.

دوی په خپلې مينې کږ دومره غرق شي چې دا هیر کړي چې له ټولو لوړ او سپيڅلی ذات «لیس کمثله شی”والله السمیع البصیر, » الله دی او د هغه کلام او دده نبیان صلوات علیهم  دي.

بله جالبه خبره داده چې ددې کلمې استعمال په عربي ژبه کې بل شي ته مختص شوی.

عربي ژبه کې ملة دین ته وایي، لکه ملة ابراهیم حنیفا. خیر زما اصلي قصد دا و چې  ملت وپېژندل شي او دا چې څرنګه جوړیږې  اصلي ارکان یې کوم دي او د یو ملت ګټې څه رنګه شکل نیسي.

ما چیرته یو تعریف د ملت د پيژندلو په هکله لوستلی و چې دلته یې نقلول غواړم:

ملت هغه ستره انساني ډله ده چې د هغو قبایلو، اقشارو، ډلو، قومي، اعشایرو او اتنیکي ټولګیو نه جوړه شوې وي چې په یوه جغرافیه کې ژوند کوي، ژبني، عنعنوي،  دودیز، اقتصادي، خصوصا دیني مشترکات لري او دا  اشتراک په اقتصادي ګټو کې ډیر جوت او په زغرده لیدل کيږي.

په دغه تعریف کې سره له دې چې ژور او پراخ نه دی دین او باور ته خاص ځای ورکول شوی، ډیری خلک به وایي چې دا هند کې او امریکا او روس کې خو ملتونه شتون لري نو ولې هلته په دین کې د اتباعو رنګارنګي لیدل کیږي؟

بلې دا رښتیا ه خو  هلته اول هغوی د ملت د ودې په جګه درجه کې واقع دي او دوهم هلته هم د ملت د کامل جوړښت مانع همدغه جبري یو ځای کول وو د استعماري قوتونو له خوا نو ځکه د ملت ډلې د یو بل په خلاف ډیر ځلې مخامخ دشمني او  پاڅونونه کوي.

ډیر روښانه مثال یې د شمالي ایرلند مخالفت دی، له انګلينډ سره چې اوږده سابقه لري او د اختلافاتو په سر کې مذهبي کړکیچ وو، یو  د پروتستانت فرقې پیروي کوي بیا بل د کاتولیک فرقې، مقصد دا و چې که د ملت جوړښت  په جبر او غیر طبعي توګه تر سره شي هغه تل له کشمکش سره جوګه او مل ګرځي، بیا نو که بیلابیل اتنیکي  ډلې او قومونه سره راټولول د ملت د جوړولو په موخه  هدف وي ددې له پاره باید چې د دین  او باور  اهمیت ته توجه وشي، د ملت د جوړلیدلو اول رکن د یوه اشتراک او اجماع شتون دی چې پر معینو ارزښتونو باندې باور او یو اتفاق او یو ډله يیز توافق پر بنیاد مینځ ته راغلی وی.

لیدل کیږي چې د قومونو د بقا او حیات سرچینه پر باورونو او ایمان پر هغو ارزښتونو استواریدلی شي چې د قوم وګړي د هغو د ساتلو له پاره ځان قربانولو ته هم تیار وي.

ډیرې کړۍ شته چې پرون او هغه بل پرون او نن هم همدا نارې وهي چې ملت باید جوړ شي او دوی د ملت د جوړولو اولني او وفاداره مخکښان دي(زما اشاره ملت پالونکو,کیڼ لاسي اشتراکیت پالي, بیا ځینې غرب پلوه تکنوکراتانو ته ده) خو زه  د دوی توجه دې خبرې ته را جلبول غواړم چې ایا پرته له یو ټینګ باور پر معینو دیني، تاریخي،  دودیز او اخلاقي، حقوقي، ثقافتي يا کولتوري ارزښتونو امکان شته چې ملت جوړ شي.؟

په دغو ارزښتونو کې د هرم  قاعده او اساس دیني ارزښتونه دي، پښتنو او بیا افغانانو پس له زور ازمایلو په ډله يیزه توګه  د اسلام سپیڅلی دین قبول او خپل کړ او ددغه دین له پاره او فی سبیل الله په ملیونونه سرونه  د تاریخ په ترڅ کې قربان کړي او اوس دا دین دوی ته تاریخي میراث او تر ټولو لوړ ارزښت دی، دوی به له هر څه تیریږي خو له دې دین نه به نه تیریږي، چې دا د دنیا هر وګړي اوس منلې چې نیږدې نیم قرن کشمکش اصولا د دین او د هیواد د ازادۍ جګړه وه او دا دواړه له یو بل نه نه بیلیدونکي دي.

دا دوه دوی د دنیا له هیڅ يو ثروت او بخشش او حتی ددنیا له حاکمیت سره هم نه بدلوي.

سوال دادی چې هغې کړۍ چې د ترقۍ او ماډرن کولو په بدل کې غواړي مالیزیا او تایوان او اتومي پاکستان جوړ کړي ایا د کومې قاعدې پر بنا پرته له اسلام نه غواړي چې ملت او بیا یو استواره او با ثباته دولت جوړ کړي؟

اخر د امان الله تجربه در یاده کړئ، بیا دا ۴۵ کلنه تجربه چې کله مو روس د هغوی له باورونو او ارزښتونو سره راوستل او بیا د رسوایۍ چیغې یې دنیا ته ورسیدې په یاد کړئ او دا اخر شل کاله چی د غربي لیبرال دموکراسۍ په مینه کې مو تلاشونه وکړل چې ملت او دولت جوړ کړي نو اوس چیرته رسیدلي یاست.

دا تجربی به تر کله تکراروئ، تاسو ته جوته نه شوه چې هر کله چې تاسې کوشش کړی چې پر خلکو هغه شی ومنئ چې په هغې کې اسلام دین ثاني یا کم اهمیت پیدا کړی ډیر ژر لیری اچول کیږي.

دلته مونږ پر کیفیت او پر دینی پوهې او پوهاوۍ او معلوماتو او اطلاعاتو نه غږیږو بلکه پر ارزښتونو او د هغو پر پاللو بحث کوو.

ممکن خلک له دیني فرایضو نه یا کم خبر وي یا له هغو سرغړونه وکړي خو افعان ته مرګ افضله او بهتره دی نسبت دې ته چې دین پریږدي یا بې دینه پر دۀ حاکم وي، نو ځکه ټول هغه کوښښونه  چې دیني ملي ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ کړی مردود شول او نوم او نښې یې هم نه دي پاتې.

هغه کړۍ چې پرون یې تلاښونه کول چې ملت او نظام د پردیو د ارزښتونو پر نسخو او ډرامو جوړ کړی نن یو ځل بیا هماغه منډې وهي او زیار باسي چې بیا داسې یوه نسخه او ډرامه مخې ته را واچوي چې بیا دا ملت له ملت جوړولو او اتفاق او یووالي نه بې برخې پاتې شي.

همدا چیغې وهي چې وای وای جمهوریت، قانون اساسي، د شلو کلونو لاس ته راوړنې دا حقوق هغه حقوق ,هرې ناستې ته ښځې مخکې مخکې کوي، انتخابات او ډیر نورې وارداتي او امتحان شوې نسخې هره شیبه تکراروي.

دا غافله او یا مزدورې ډلې دي چې اصلا د ملت د جوړولو او د یو با ثباته نظام په لټه کې نه دي بلکې یا د پردیو په اجنډا بوخت دي یا دا چې په ثبات کې د دوی بې ثباتي ده او په واحد ملت کې د دوی بې واکي.

زما هیله داده ورونو چې پس له يوې نيمې پيړۍ بې ثباتۍ اوس د واحد ملت په لور چې اساس یې دیني محکم باور او یو واحد مرکزي اسلامي نظام دی ګام واخلو په فورم او شکل ( جمهوریت او دموکراسۍ)او یخ وهلي لاس ته راوړنو چې په یوه لمریزو وړانګو ویلې کیږي  بیا او یو ځل بیا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړو او د ټولو هغو شهیدانو او قربانیانو قدر وکړو چې په همدې امید یې سرونه ورکړل چې هم به دین جاري وي او هم به ازاد ملت شتون ولري.

لطفأ د عوام فریبو او د ماګوګو مزدورو تکنوکراتو او ناکامو کیڼ پلوه په غوړو خبرو مه غولیږئ د دوی اصلي دنده عوام غلول دي د بادار په ګټه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx