شعـــــرونه

بېګا چې مو پر کلي جنازې راتېرېدې!/ شرافت وياړ

شرافت ویاړ

بېګا چې مو پر کلي جنازې راتېرېدې!
په زړه کې مې جانانه تېرېدې راتېرېدې!

ویل به مې چې خدای ږو کوم ګړنګ کې به شهید وي!
و دې ته ورته ډېرې اندېښنې راتېرېدې!

کتل مې ورته ځیر ځیر ویل مې یار به پکې راشي!
چې کله له سنګره قافلې راتېرېدې!

ویلې مې ورباندې ستا د یاد تسفې زړګیه!
چې اوښکې مې ګرېوان ته له لیمې راتېرېدې!

د ژوند وروستۍ شېبو کې یې د ویاړ نوم اخیستلو!
سلګۍ چې یې و خولې ته له سینې را تېرېدې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx