ورزش

ميسي برسلونا ته د لوبډلې سمدستي پريښودو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې برسلونا لوبډلې د اروپا اتلانو ليګ په کواټر پايلوبه کې د بايرن مونشن لوبډلې پر وړاندې په ۸-۲ تاريخي ماتې وخوړه، ليونل ميسي د برسلونا ادارې ته د لوبډلې پريښودو خبرداری ورکړی دی.

د هسپانوي ورځپاڼو د راپورونو پر اساس ليونل ميسي د لوبډلې له اداري مديريت څخه سخت ناراضه دی او غواړي په دې لړ کې جدي بدلونونه رامنځته شي.

ليونل ميسي د لوبډلې ادارې ته خبرداری ورکړی، که په راتلونکې نږدې کې يو لړ بدلونونه رامنځته نه کړي او جدي پريکړې ونه کړي له خپل تړون وړاندې به لوبډله پريږدي.

د برسلونا لوبډلې سره د ميسي تړون د ۲۰۲۱م کال په جون مياشت کې پای ته رسيږي، خو که لوبډله کې تغير ونه موندل شي ممکن روان کال دغه لوبډله پريږدي.

ميسي هغه مهال د خپل تړون تمديدول وځنډول چې په هسپانوي ليګ لاليګا کې يې د مايورکا لوبډلې پر وړاندې په مهمه لوبه کې ماتې وخوړه چې ددوی د اتلولۍ له لاسه ورکولو لامل شو.

د ميسي پريښودلو وروسته مانچسټر سيټي لوبډله چمتو ده په هر قيمت د نوموړي سره تړون وکړي. ميسي هم غواړي خپل د خوښې روزونکي «پيپ ګوارديولا» لوبډلې مانچسټر سيټي ته لاړ شي.

د ليونل ميسي لوبډله برسلونا په ۲۰۱۷/۱۸م کال کې له روما لوبډلې څخه د چمپينز ليګ په کواټر پايلوبه کې حيرانونکې ماتې وخوړه، دغه راز په ۲۰۱۸/۱۹م کال کې يې د ليورپول پر وړاندې په نيمه پايلوبه کې ګټلې لوبه وبايلله، او په ۲۰۱۹/۲۰م کال کې يې د بايرن مونشن پر وړاندې شرموونکې ماتې ومنله.

ميسي غواړي د برسلونا لوبډلې لپاره د چمپينز ليګ (اروپا اتلانو ليګ) اتلولي وګټي خو له ۲۰۱۵م کال راهيسې نه دی توانېدلی دغه اتلولي خپله کړي.

ميسي دوه کاله وړاندې غوښتل د لوبډلې بيلنس يو وار بيا برابرولو لپاره نيمار او ځينې نور لوبغاړي لوبډلې سره يو ځای کړي، خو ناسم مديريت او د ادارې ناسمو پريکړو د لوبډلې توازن لا پسې خراب کړ چې بالاخره يې تاريخي ماتې په خپل نوم شوه.

راپورونه وايي چې له تيرې تاريخي ماتې وروسته د برسلونا ادارې مشر روزونکی کويک سيتيين له دندې ګوښه کړی، او غواړي هالنډی رونالډ کويمن نوی روزونکی وټاکي، په داسې حال کې چې لوبغاړي په اداري امورو کې بدلونونه د حل لار بولي.

د بايرن مونشن لوبډلې پر وړاندې له ماتې وروسته د برسلونا پخواني دفاعي لوبغاړي جيرارد پيکی وويل چې موږ ژور بدلون ته اړتيا لرو، هغه که په هره برخه کې وي، «که اړتيا وي او ځوان لوبغاړي لوبډله کې ځای کيږي لومړی زه هغوی ته ځای پريښودلو ته چمتو يم».

يو شمېر نړيوال مبصرين او د برسلونا لوبډلې پخواني اداري کارکوونکي له اوسنۍ ادارې غواړي تر څو د لوبډلې مشر مدير «جوسپ برتاميو» بدل شي، په دې اړه دې ژر تر ژره ټاکنې ترسره شي او بل مدير دې وټاکل شي.

جوسپ برتاميو په تېرو څو کلونو کې د برسلونا لوبډلې لپاره پر لوبغاړو رانېولو سلګونه ميليونه يورو ولګولې خو د پام وړ تغيرات يې ونه موندل. په دې لړ کې ناکام لوبغاړي چې له ۱۰۰ مليونو پورته يې قيمت و عثمان ديمبيلی، فيليپې کواټينيو او د انتواني ګريزمن رانېول دي.

د راپورونو پر اساس تمه ده برسلونا پرته له څلورو لوبغاړو (ليونل ميسي، مارکندی تير سټيګن، فرانکي ډي يانګ او کليمنت لينګلی) څخه پاتې ټول لوبغاړي د خرڅلاو لپاره بولۍ ته وړاندې کړي، تر څو فنډ جمع او نوي لوبغاړو رانېولو ته فرصت برابر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x