افغانستان

 سولې چارو وزارت: نن د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیلېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې حکومت د یو شمېر هیوادونو له لوري د ملاحظاتو درلودلو په پلمه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې؛ د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار «عزیزالله فضلي» وایي، تمه ده نن «دوشنبه» د یادو بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل شي.

څه موده وړاندې اسټرالیا د حکمت الله په نوم د هغه بندي له خلاصون سره مخالفت ښکاره کړ، چې د اسټرالیاوي عسکرو په وژلو تورن وو او ورپسې فرانسې هم د یو شمېر هغو طالب بندیانو د نه خلاصون غوښتنه وکړه، چې ددوی له قوله د فرانسوي اتباعو په وژلو کې ښکېل دي.

حکومت ادعا لري چې د یادو هیوادونو مخالفتونو د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

عزیزالله فضلي په همدې تړاو ازادي راډیو ته ویلي « فرانسه، اسټرالیا او ناروې یا د نورو هېوادونو په بحث به غور کېږي. د دوی سره به بحث کېږي چې دا د افغانستان د سولې لپاره یو غټ قیمت دی او دغه قیمت ورکول په کار دي. چې بالاخره موږ بین‌الافغاني مذاکراتو ته ورسېږو او د یوې دایمي سولې لپاره هغه تېږه کېږدو چې واقعاً هم د افغانانو ورته ضرورت وي.»

د افضلي په خبره، د دوشنې په ورځ به د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پیل او یو شمېر طالب بندیان به خوشي کړل شي.

د طالب بندیانو د خلاصون پروسه داسې مهال ځنډول کېږي، چې څو ورځې وړاندې د کابل حکومت له لوري رابلل شوې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د یادو بندیانو د خلاصون مشوره ورکړه او ورپسې اشرف غني د یوه فرمان په لاسلیکولو سره ژمنه وکړه، چې یاد شمېر بندیان به خلاصوي؛ خو تر دې دمه د هغوی له ډلې یوازې اتیا تنه يې خلاص شوي.

ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» حکومت د خپلو بندیانو د خلاصون په برخه کې حکومت په «ناغېړۍ» تورنوي او ټینګار کوي، که پاتې بندیان خلاص شي، جوخت به ورسره د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو نېټه هم وټاکل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چی داسی ده نو د ګُډ کمونست سيکولر(اتمر) خوله وربنده کړی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx