روغتیانړۍ

نیوزیلاند؛ د کرونا پېښو بیا ډيروالي پارلماني ټاکنې وځنډولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): نیوزیلاند یو له هغو لومړیو هېوادونو څخه شمېرل کیږي چې ډیر په تخنیکي ډول یې کرونا ته ماتې ورکړه او په جون میاشت کې یې د کرونا بشپړ مخنیوي اعلان وکړ.

له ۱۰۲ ورځو وروسته په اګست میاشت کې په لومړي وار ددغه هېواد په پلازمینه آکلینډ کې د کرونا ویروس ۴ پېښې ثبت شوې چې له هغې وروسته په پېښو کې ورځ تر بلې زیاتوالی ولیدل شو.

نیوزیلاند په آکلینډ ښار کې ګرځبندیز اعلان کړ او په ټول هېواد کې یې پر خلکو ټولنیز واټن مراعاتول او د ماسک اچول لازمي وګرځول.

خو په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې د ۹ مثبتو پېښو ثبتېدلو او په تېرو لسو ورځو کې له لسګونه مثبتو پېښو وروسته ددغې هېواد لومړۍ وزیرې «جاسیندا اردیرن» راتلونکې پارلماني ټاکنې وځنډولې.

ټاکل شوې وه چې د نیوزیلاند پارلماني ټاکنې به د سپتمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شي خو د کرونا پېښو زیاتوالي له کبله دغه نېټه د اکتوبر میاشتې ۱۷مې ته وځنډېدله.

د اپوزیسیون ملي ګوند هم، هغه مهال چې د کمپاین غونډو لغوه کولو ته اړ شول په ټاکنو کې د ځنډ غوښتنه وکړه، ځکه چې د کرونا مخنیوي په خاطر دغې حکومت د خلکو حرکتونه محدود کړل.

د نیوزیلاند لومړۍ وزیرې اردیرن وویل چې هغې د ټاکنو والي ته د ټاکنو د نوې نیټې په اړه مشوره ورکړې وه، هغه زیاتوي چې د بیا بدلولو اراده یې نه لري.

اردیرن زیاته کړه، «موږ ټول په ورته کښتۍ کې یو، موږ ټول په ورته چاپیریال کې کمپاین کوو».

د نیوزیلاند د اساسي قانون غوښتنه دا ده چې ټاکنې باید د نومبر میاشتې له ۲۱مې نیټې وړاندې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په نیوزیلاند کې تر دې دمه د کرونا ویروس ټولې ۱۶۳۱ پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۲۲ کسان مړه شوي او ۱۵۳۱ بیرته روغ شوي دي، یعنې اوسمهال ۷۸ فعال ناروغان په روغتونونو کې تر تداوۍ لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx