افغانستان

طالبانو د لويې لارې څلور تنه غله نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، زابل ولایت کې يې هغه څلور تنه غله نیولي، چې د لویې لارې د مسافرو موټران یې لوټل.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» پر ټویټر لیکلي « د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د سوختې په مانده کې نن سهار ۴ تنه غله عزیز، یارګل ،زینت الله او صالح محمد چې د ۳۰۳ موټر مسافر یې شکول د اسلامي امارت مجاهدینو ژوندي ونیول او دوسیه یې شر عي محکمې ته وسپارل شوه.»

طالبان داسې مهال د لویې لارې د غلو د نیولو خبر ورکوي، چې کابو یوه اوونۍ وړاندې د روانې «زمري» میاشتې په ۲۱ مه نېټه د کابل-کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په حدودو کې وسله والو غلو د مسافرو موټرونه ولوټل او له یو شمېر ښځو سره یې بد چلند وکړ.

مسافرو هماغه مهال د څو ساعتونو لپاره د کابل-کندهار لویه لار تړلې وه او له طالبانو یې غوښتل، چې غله ونیسي او محاکمه یې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x