افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: ښکېل اړخونه دې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» افغانستان کې په ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د سولې لپاره له برابر شوي فرصت ګټه واخلي او د افغانانو خپلمنځي خبرې ونه ځنډوي.

قریشي په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي « د افغانستان د سولې په پروسه کې زموږ ډله ییزو هڅو یاده پروسه یوه بې مخیني نقطې ته رارسولې.ټول ښکېل اړخونه باید ډاډ ورکړي، چې د بین الافغاني  مذاکراتو د پيلېدو په لار کې شته پاتې مسایل حل شوي او بین الافغاني خبرې پرته له ځنډه پیلېږي.»

قریشي ددې ترڅنګ د سولې لپاره برابر شوی فرصت «تاریخي» بللی او ورڅخه په ګټه اخستلو یې ټینګار کړی.

د قریشي له لوري د غه څرګندونې داسې مهال دي، چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف غني د فرمان تر لاسلیک وروسته لا هم حکومت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې نه ده، چې له امله یې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر نامعلومې مودې ځنډېدلې.

طالبان وایي، دوی د خپلو بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دي؛ خو حکومت یې د پاتې بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

ورته مهال حکومت بیا ادعاء لري، چې د یو شمېر طالب بندیانو په اړه د  بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» تېره ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل، چې لومړی باید له نړیوالو سره د پاتې طالب بندیانو دخلاصون په اړه اجماع جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د کفارو مزدور ولی په هره خبره کی دواړه اړخونه يادوی ، دا شوده تر اوسه پدی ندی خبر چی طالبانو د توافق سره سم د غلام دولت ټوله غلام بنديان ورخوشی کړل .

جانان احمدزي

د پنجاب ## څنګه د خپلو بادارانو راپور په زور او زير برابروئ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx