
د غور ولایت مرغاب ولسوالي طالبانو نیولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی او دولتي عسکر دا مهال د ولسوالۍ له مرکز او امنیه قومندانۍ څخه شاتګ ته اړ شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري آژانس ته ویلي، طالبانو تیره شپه د مرغاب ولسوالۍ په دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل، چې تر نن ماسپښین پورې شدیده جګړه روانه وه او دولتي ځواکونه مجبور شول، د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ څخه شاتګ وکړي.
په ورته مهال د غور ولایت د دولتیار ولسوال محمدموسی کلیم هم پژواک خبري آژانس ته د خبرو پرمهال تایید کړې، چې د مرغاب ولسوالۍ امنیه قومندان د ولسوالۍ له سقوط وروسته له خپلو وسله والو سره یوځای ددوی ولسوالۍ ته ورتښتېدلی دی.
نوموړی زیاتوي په دغه نښته کې د مرغاب ولسوالۍ ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د یو ټویټ په کولو سره مرغاب ولسوالۍ نیول تایید کړي او زیاتوي، چې په ترسره شوې جګړه کې یې ګڼ دولتي عسکر مړه او ژوبل کړي دي.
#الفتح
تیره شپه د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ مرکز سمک او امنیه قومنداني د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتح شول د دښمن ګڼ عسکر پکې مړه ژوبل شول او پاتې نور یې وتښتیدل ګڼ مهمات، او وسلې دمجاهدینو لاس ته ورغلي— Ahmadi (@QyAhmadi21) August 17, 2020
مبارک مبارک مبارک ………………….مبارک فکر نه کوم چه کفار او غلامان یی د سوولی به ژبه نه پوهیږی باید جنګ ورسره وشی حق اخستل کیږی ، ورکول کیږی نه . امریکایان هم څو مخی دی څه چه غواړی هغه په غلامه اداره ترسره کوی هغوی سره د دی چه ناکام دی مګر له ډیره شرمه او د خپلو هیوادو له ډاره ماتی نه شی منلی که په اخره دقیقه کی هم کوم ګنچایش ولری سوله کی یا جنګ کی صرفه به ونه کړی . زه نه وایم چه د سولی هڅی ودروی مګر ډیر حساب او هیلی ورته مه لری… نور لوستل »