افغانستان

اشرف غني: له خپلې څوکۍ او جمهوریت به د سر په بیه دفاع کوم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني یوځل بیا ټټر وهلی چې له خپلې څوکۍ او جمهوریت څخه به د سر په بیه دفاع کوي.

اشرف غني دا څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ (۲۷ زمري) په ارګ کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي  دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په خپل حکومت کې د طالبانو جذبولو ته تیار دی؛ خو له خپلې څوکۍ څخه په هیڅ صورت تیر نه شي، ځکه دده په خبره د څوکۍ پرېښودو صلاحیت یوازې له خلکو سره دی او له همدې امله د خپل امله به د خپل سر په بیه د څوکۍ او جمهوریت څخه دفاع کوي.

په نړیواله کچه د خپل نظام د منزوي کېدو په تړاو غني ویلي، که نړیواله ټولنه دده په حکومت معامله وکړي، دی به ورته د «نه» ځواب ووايي.

هغه دغه راز نړیواله ټولنې ته خبرداری ورکړی، که د خلاصېدونکو ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه کوم یوه نړیوال امنیت ته خطر پېښ کړ، مسئولیت به یې د نړیوالو په غاړه وي، ځکه چې دی د نړیوالو د فشار په نتیجه کې د طالب بندیانو خلاصولو ته مجبور شوی دی.

په دغه ناسته کې اشرف غني ویلي، که اړتیا پېښه شوه سړکونه به نه رغوي؛ خو خپل عسکر به په خیټه مړوي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني په داسې مهال له خپلې څوکۍ څخه د سر په بدل کې ددفاع ټټر وهي، چې تردې وړاندې هم نوموړي تردې وړاندې هم څو ځله د سولې پروسې په وړاندې سرې کرښې ویستلې وې؛ خو د امریکایانو د فشار په نتیجه کې یې په خپلو کرښو ايښي او د امریکایانو غوښتنې یې منلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Looks like Ghani wants to stay in ARG for the next 4 years because he cheated on Abdullla and won election

Be careful Ghani Jan, you are surrounded by the Mujahid Afghan Nation and do not forget the past. Your age is anyway expired but do not expose the young Afghans to the bullets and bombs. The Mujahid Afghan nation will not surrender at all

ZA KHOSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
KA KHABAR SHOOM CHI AFGHAN DA CHA GHULAM SHO

pattang

لانت د وي په داسې احمق دا شاغلی د څټ له خوا متفکردی ، که ددې فاسد پر ځای باجدانه اسان ناست وی اوس به یې وختي استعفا ورکړې وه ! کاري مسلکي انسان هر چیرته کار پيدا کولی شي خو متفخر به دپښتو په غلطو متلونو او شعرونو چیرته کار پیدا او وکړي ! غني اوس لکه لیونۍ سپی خپلې کونې ته خولې اچوي !!

Adam Khan

Patang Saib Sallamoona

I love your quotes, “DA ZHAT LA TARAFFA HOKHIAR DAI” and “LEWANAI SPAY KHPALLI KONNI TA KHOLA ACHAWI” These quotes really suit Ghani Jan and the Kabul Admin

Thank you so much for the golden words

عبدالواحد

ته اوس پوه سوی چه دالیونۍ سپۍ دۍ دمرداریدولاریی پلټه یوازی دۍ ندۍ ټول حکومت یی لکه خومینی چه ایران ځنی خالی کۍ که یی دغسی نابودنکۍ بیاراپورته کیږی دالله دقرآن احکام لکه چه تاسی معمولی بولۍ ،الله په قرآنکریم کی فرمایی:مفسدین نابودکۍ لاسونه اوپښی یی دچپی خوا پری کۍ دملکه یی پسی واخلۍ داهغه مفسدین دی چه داوودخان په حکومت کی ونډه ورکړه دوی سره فوجونه راوستل ملک یی تباه اوبرباد کۍ ،اوس یی هم دنابودی وخت دۍ بیاخطانه وزۍ

جمیل

د دی مړ سترګی غلام کومه خبره د منلو ده چی دا یی ومنل سی .
نه به ته یی نه دی څوکی او نه هم جمهوریت ، نه به دی ټامیان وی نه خیاطان او نه هم باداران ، آزاد ، خپلواک او اسلامی افغانستان به وی ان شاءالله .

مجاهد

ترمپ له اوله د افغانانو سره دغه جنګ بی ګټی او بی ځایه جنګ یادولو، چه له امله یی رایوی ترلاسه هم کړی، له ریاست ترلاسه کولو وروسته چه ډارن معلوم نه شی په اولو دوه دری کلونو کی تر اخری وحشت کار واخست که یی طالبان محوه کړل عسکر به وباسی مګر هغه خوبونه یی د خاورو سره خاوری شول.وایی ( مار چه سوړی نه ننوځی سمیږی ) بلاخره مجاهد ولس ته زنګون کیښ او په سجده شو. غلام غنی خو یوه فاحشه ده نه خپل کور او نه خپل زور لری د لونډانو په زور لاپی وهی، په… نور لوستل »

عبدالواحد

ماپخواهم ویلی ووچه کونسټان ناجوړه دۍ هیڅ کله ترخپله خرتوبی نه تیریږی له ترکی رانیولی تراشرفی ټول داخاصیت لری دۍ به هم لکه نجیب ګوځړول کیږی بیادافغانستان دپاره یوه چاره پلټله کیږی

احمدشاه

چنداني سر هم نلري هسي هم لکه ليونی سپی وخت ناوخته غاپي
او لری به نه وي چه انشالله دا مردار سر دی له دی کړغيړني تنه نه دی بيل شی.
انشالله

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx