نظــر

وروڼو! بابا ځان کاږي، چې خبره یې وه نه منئ…!

عزام مهاجر

اشرف غني چې له کله نه د واک ګدۍ اشغال کړې ده، په تشو ژمنو او هوایي لاپو یې ولس تر پوزې راوستلی دی. د زړې احصائیې مطابق یې د واک په دوره کې معلوم شمېر ۴۵۰۰۰ عسکر وژل شوي دي، چې ښایي اوس یې شمېر دغومره نور زیات شوی وي. د هوایي دهلېزونو ژمنې یې کولې چې هغه هم هسې بابېزه وختې. د څلورنيم کيلو غنمو او ملي دسترخوان ډراماتيکې پروسې هم ترسره شوې. هغه ککرۍ چې افغانانو ته لکه ناچله لوټ د نړۍ په دوهم مفکر تېره شوه او د امریکا اقتصاد پوه بلل کېدی، داسې څېره وختل چې لس خبرې مسلسل په خپله مورنۍ ژبه له غلطۍ خالي نه شي کولی. د شعر د ویلو په هڅه کې شعر د نثر له رتبې هم راوغورځوي.

کله چې یې د طالب سره په جګړه کې د ټول ځواک له استعمالولو وروسته مرال وبایلی او د طالب سره د امریکا د تړون له لاسلیک وروسته دی هم مجبور کړای شو چې په جګړه کې له شرمېدلې ماتې وروسته د سولې یا مذاکراتو په ډګر کې هم خپل بخت وازمویي. نو دا چې غني ته جوته ده چې په جګړه او سوله دواړو کې یې مرګ او له قدرت څخه محرومېدل یې یقیني دي، لکه اوبو اخیستی چې ځګ ته هم حملې وهي، په دې لاره کې له ډول ډول حیلو او بانو کار اخلي. څلور نیم زره طالب بندیان خوشي کوي، خو د څلورو سوو د خوشي کولو په اړه جرګې او مجالس دائروي. په جرګه کې چې یې کله جادو ونه چلېدی او ټولو ګډونوالو یو غږ پورته کړ چې بندیان دي آزاد شي، نو غربي لوري ته یې لمن ونیول او په زاریو یې پیل وکړ چې ها! دا څلور سوه ترهګر دي؛ واشنګټن ته ګواښ دي؛ د نړۍ امنیت په خطر کې اچوي او خلګ ژوندي تېروي. کله چې یې دې ننواتو هم د غربي بادار توجه راجلب نه کړه نو تېره شپه یې بیا ځوانان راغونډ کړل او د هغوئ په پړسولو یې پیل وکړ چې تاسې پاڅون وکړئ، تاسې جمهوریت ساتلی شئ؛ د ډیموکراسۍ اتلان تاسي یې او تاسې نولس کلنې لاس ته راوړنې ژغورلی شئ او دا او ها کولی شئ.

د غني د مغلوبیت او مایوسئ حالت او په ځوانانو کې د روحیې د پوکولو دا ناکامه هڅه چې مې ولیدل نو یوه کیسه رایاده شوه. وای یو سړی مړ کېدی نو یې زامن ټول راوغوښتل او وصیت یې ورته پیل کړ چې د فلاني دښت ځمکه زما ده چې څوک یې درڅخه لاندې نه کړي. د تورجان اکا د پټې ښې لاس ته پرته لس جریبه هم زما ځمکه ده. د ماتخاني له توتانو څخه نیولې بیا د ژړ اکا د پیازو تر پټي پورې هم زما ملکیت دی. مشر زویه یې ورته کړه چې بابا دا ځمکې تا یو وخت کرلي دي؟ پلار یې ورته وویل چې نه. بیا یې پوښتنه ترې وکړه چې ستا پلار ابادي کړي وې؟ پلار وویل: یا. بیا یې ترې وپوښتل چې ستا نیکه یا ورنیکه زرغونې کړې وې؟ پلار ځواب ورکړ چې نه، هغه هم نه وې کرلي. د مشر زوی چې په کیسه سر خلاص شو نو پر دا نورو وروڼو یې مخ راواړاوه او ورته ویې ویل چې: بابا خپله ځان کاږي، خو موږ په خلګو خرابوي. چې خبره یې ونه منئ.

نو د ډیموکراسۍ مینوالو او د غني د غونډې ګډونوالو ځوانانو! تاسې مو هم له بابا پوښتنه وکړه چې څه چې اوس په موږ کوې او ورته هڅوې مو، آیا تا سره د خپل زور او واک او د ۴۸ هیوادونو په ملاتړ دا هرڅه په پنځو کلونو کې وکړل؟ ځواب به یې ښکاره «نه» وي. نو ښاغلو! د غني چې په افغانستان کې ګنډه سوسته شوه؛ ورځ تر بلې د ناکامۍ ګرداب ته لوېږي او د نجات هیڅ لوری په نظر نه ورځي، نو اوس ځان کاږي او له کوم لورې چې د خالي دسکولونو سره راغلی و، بیرته هماغه ته د ډکو دسکولونو سره ستنیږي. خو غواړي چې تاسې په بدمرغۍ او جګړه کې ښکېل کړي او په لوی لاس مو د ډیموکراسۍ د دښمنانو ګوزار ته سیخ کړي. ما هم یو مشر ورور وګڼئ او نصیحت مې ومنئ چې بابا خپله خړه کاږي، تاسې په خلګو ریښکۍ ریښکۍ کوي چې خبره یې ونه منئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx