افغانستانسولې اړوند خبرونه

د سولې او تماس محور غړي له «عبدالله عبدالله »سره د افغان سولې په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د سولې او تماس محور غړو د کابل حکومت  د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او د افغان سولې، بین الافغاني مذاکراتو او د مذاکراتو په وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو په تړاو یې ورسره خبرې کړې.

د سولې او تماس محور له طرفه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پوهنتونونو یو شمېر ښوونکو، سیاسي شنونکو او سوله ییز فعالانو ګډون درلود او په مهال یې ټینګار وشو چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې او د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د عملي کېدو په هدف باید پاتې څلور سوه طالب بندیان خلاص او «په ارگ فشار راوړل شي، څو د خنډونو په ځای د سولې موانع ژر لرې او بین الافغاني خبرې پیل شي.»

د سولې او تماس محور غړو عبدالله عبدالله سولې ته د لومړیتوب ورکولو  او د افغانانو غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو لپاره هڅولی او پر نوموړي يې ټینګار کړی چې «د خپل صلاحیت او واک له مخې جدي اقدامات وکړي او د سولې په اړه د تر سره شوو هوکړو او توافقاتو او د کورنۍ او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کېدو له مخې له هر بل وخت څخه باید سوله گړندۍ کړي.»

ورته مهال عبدالله عبدالله د سولې او تماس محور غړو ته ډاډ ورکړی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامه به عملې کېږي، پاتې طالب بندیان به خلاصېږي او د داسې یوه نظام د راوستلو هڅې به کېږي چې د ولس په خیر او د ولس په غوښتنه وي.

عبدالله عبدالله پر طالبانو هم غږ کړی، چې نور دولتي بندیان هم خلاص کړي، تر څو په خبره يې د باور فضاء رامنځته شي او یاد ګام لا اغېزناک ثابت شي.

د سولې او تماس محور غړي داسې مهال دسولې په برخه کې د عبدالله عبدالله جدي اقداماتو ته په تمه دي، چې ارګ د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د اشرف  غني له فرمان سره، سره د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې او ادعاء یې کړې، چې د یو شمېر بهرنیو هیوادونو ملاحظات یاده پروسه وړاندې تګ ته نه پرېږدي.

په ورته وخت کې طالبان بیا حکومت تورنوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډونه جوړوي او ددوی د پاتې بندیانو په خلاصون کې ناغېړي کوي.

د طالبانو له قوله، که پاتې بندیان یې خلاص شي دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ع او غ هسی مهری دی رباط ورته وایی یا کمپیوتر شبکی دی همااغه تری تر لاسه کوی چه پروګرام ورکړی شوی وی حتی دغه مقامونه یی د ټاکنو له مخی نه دی حتی دغه سبیدار په نوم ماڼی د همدی دوه سری حکومت جوړولو د پاره د کرزی د دوری په اواخرو کی د کرزی د هستوګن ځی په نوم جوړه شوه کرزی پوهیدلو چه دا د هغه د پاره نه ده جوړه شوی یعنی دستور یی ورکړی وو چه هغه به بکی نه اوسیږی هغه ودانی د دوه سری حکومت د پاره ( چه مخکی د ملی وحشت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx