ټولنیزه برخه

د راتلونکي په اړه د یو بادشاه عبرتناکه کيسه

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

پخوا په یو ښار باندې د پاچاهۍ کولو عجیبه دود و ، څوک به هم چې د پاچا په توګه وګومارل شو ، یواځې یو کال به یې د پاچاهۍ کولو حق درلود ، د یو کال مدریت په موده کې به یې چې څه مزې چرچې زړه غوښتې ترسره کولې‌ ، تر هغې وروسته به یوې لرې پرتې جزیرې ته وړل کېده ، ترڅو پاتې عمر هلته پای ته ورسوي.

یو کال د یو پاچا کلنی دوره پوره شوه ، ښایسته لباس یې ور واغوستل او په یو غټ فیل یې کېناوه ، دښار په بازارونو او کوڅو یې ګرځاوه ، دا غږ به هم ورسره بدرګه کېده چې له پاچا سره وروستۍ په مخه ښه وکړئ.

دغه آخرنی ورځ به ددې ښار په پاچاهانو ډېره د غم درد او خفګان ورځ وه ، پاچا یې د خپل دود له مخې په کښتۍ کې سپور کړ ترڅو یې هغې لرې پرتې جزیرې ته ورسوي او پاتې عمر هلته تېر کړي .

کښتۍ والو پاچا خپل ځای ته ورساوه ، بېرته پر لار وه چې د یوې ډوبې شوي کښتۍ پاتې شوني یې تر سترګو شول ، دا کښتۍ څو ورځې ترمخه ډوبه شوې وه ، ګوري چې یو ځوان د هغې کښتۍ په یوه لرګي ځان تم کړی ، ځوان یې له ډوبېدو وژغورل او له ځان سره یې ښار ته راوست.

د ښار مخورو له ځوان څخه وغوښتل چې ددې ښار لپاره یو کال پاچاهي وکړي ، ځوان لومړی انکار وکړ بیا یې ومنله ، خلکو ددې یوې کلنې دورې د پایلې په أړه او هم د خپل دود په أړه چې ته به هم لکه نور پاچاهان هاغه جزیرې ته وړل کېږې معلومات ورکړل.

ځوان د پاچاهۍ تاج پر سر اوپه تخت کېناست ،
د څو ورځو په تېرېدو پاچا له وزیرانو وغوښتل چې ، که ستاسو خوښه وي زه به یوځل هغه جزیره چې پاچاهان ور وړل کیږي له نږدې ووینم!
پاچا له جزیرې لېدنه وکړه ، پاچا ولېدل چې جزیره څومره ځنګلي ده او له دهشت او وېرې ډکه ده ، او هم یې د پخوانیو پاچاهانو او وحشي ځناورو مړه جسدونه ولېدل چې ځای پر ځای پراته دي ، نو یې له ځان سره دخپل  راتلونکي په أړه یوه طرحه جوړه کړه.

پاچا خپل ښار ته راستون شو ، ددې ښار له ډېرو غښتلو مزدورانو یوه ډله یې هغې جزیرې ته بوتلل ، ترڅو ددې جزیرې د پاکولو چارې پرمخ یوسي ، مزدوران یې په جزیره کې د ځنګل په ختمولو او د حیواناتو او پاچاهانو د اجسادو په پاکولو وګومارل ، او هم یې وخت په وخت له دغه کار څخه لېدنه او څارنه کوله.

ورځ تربلې کار په مخ روان و ، د یوې میاشتې په تېرېدو ځنګل ختم شو ، مړه جسدونه یو وړل شول ، د دوهمې میاشتې په تېرېدو جزیره په بشپړ ډول پاکه شوه ، تردې وروسته پاچا په ټوله جزیره کې د پارکونو او چمنونو لګولو امر صادر کړ ، او هم یې د بعضې مرغانو حیواناتو د پالنې توصیه وکړه.

د دریمې میاشتې په پیلېدو یې مزدورانو ته په جزیره کې د یو لوی کور جوړولو او د کښتیو لپاره د تم ځای هم وویل ، د څه وخت په تېرېدلو جزیره په یو ډېر ښایسته ځای بدله شوه.

دا ځکه چې پاچا ډېر زیرک و ، ده پخپل روزمره ژوند کې د لباس خوراک څښاک او نورو مصارفو کې له ډېر احتیاط څخه کار اخیست ، خپل ډېر
مال او دولت به یې د هغې جزیرې د آبادی لپاره ځانګړی کاوه.

د ۹نهو میاشتو په تېرېدو پاچا خپل وزیران را جمع کړل ، ول زه په دې پوهېږم چې د ۱۲ دولسو میاشتو په تېرېدو به چېرته ځم ! خو زه اوس تیار یم چې هغې جزیرې ته ولاړ شم ، وزیرانو د خپل دود له مخې دده غوښتنه رد کړه ول پوره ۱۲ میاشتې وروسته به ستا تلل ترسره کیږي.

درې میاشتې هم تېرې شوې کال پوره شو ، د پاچا د وړلو وخت راغی ، پاچا ته یې ښه ښکلی قیمتي لباس ور واغوستل ، او په یو لوی فیل یې کېناوه ، د خلکو سره د خدای په امانی په موخه په ښار کې ګرځي.

د پاچا حالت تر پخوانیو هغو ډېر بدل وو ، پاچا خاندي خوشحال دی پر مخ یې مسکا خوره ده ،
خلکو له پاچا څخه د خوښۍ سبب وپوښتل.

پاچا ورته وویل:
هوښیاران وایي چې کله دنیا کې نوی ماشوم پیدا کیږي هغه ژاړي خو خلک ورته خاندي ، په دې پاني دنیا کې داسې ژوند باید وشي ، او داسې عمل ترسره شي ، چې د مرګ پر وخت ته خاندې او چاپېره خلک درته ژاړي.

پخواني پاچاهان د خپل واک پر مهال د خپل ځان په خوښیو عیش وعشرت او خوندونوکې مصروف وو ، د ژوند پایله یې هېره وه ، او زه دخپل راتلونکي په فکر کې وم ، ما د یو پلان له مخې هغه شړه وحشي جزیره آباده کړه ، یو ډېر ښایسته وړوکی جنت مې ترې جوړ کړ ، ترڅو مې پاتې عمر هم له پاچاهۍ کم نوي ، او هوسا ژوند وکړم.

لکه څرنګه چې د سردار عالم فخر آدم صلی الله علیه وسلم د یو حدیث شریف مفهوم دی فرمایي ، دنیا د آخرت لپاره کرونده ده ، هرڅه دې چې کښت کړل هغه به را زرغونیږي او د هغې پایله به په لاس درشي .

یقینا ددنیا څو ورځې ژوند دی ، په کار نده چې د دنیا په خوښیو کې په غفلت راڅخه تېر شي ، اګر که مونږ پاچاهان هم وو ، پر مونږ واجب دي چې په دې پاني نړۍ کې داسې و اوسیږو چې د همېشه لپاره استوګنه آخرت مو جوړ کړی وي.

ددنیا لپاره داسې کار کوه لکه ته چې همېشه دلته اوسېږې.
د آخرت لپاره داسې عمل کوه لکه ته چې صبا مړ کېږې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx