شعـــــرونه

د ازادي ورځي راځي خو ازادي نه راځي/ حسان ضعيف

حسان ضعيف

د ازادي ورځي راځي خو ازادي نه راځي
په انتظار شو ورته ستړي خپلواکي نه راځي

موږ د جګړو تورو لخړو داسي رنګ کړلو چې
زموږ وجود لره صفا او سپین کالي نه راځي

هره لحظه مو په وطن کې اوازه وي د مرګ
مرګونه تل وي میلمانه خو زندګي نه راځي

د وخت حاکم زموږ په وینو تجارت چلوي
د مرګ قاصد يې کورني لره بیخي نه راځي

دغه سړی زموږ اندامونه په تبرو ماتوي
ته وایه څنګه به مو منځ ته دښمني نه راځي

سوله به راشي یا به رانشي حسان ضعيفه
خو زما یقين دي که داحال وو سوکالي نه راځي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx