نظــر

غازي(!) کمال اتاترک او غازي(!) امان الله خان!

محمد اصف ازاد

برتانیې د عثماني خلافت د نړولو لپاره پر ترکیې حمله وکړه او غوښتل یې چې د عثماني خلافت مرکز لاندې کړي او عثماني خلافت له منځه یوسي. د برتانوي او فرانسوي ګډو تېریګرو لښکرو چې شمېر یې نیږدې پنځه لکه اویا زره و او د دغه لوی لښکر مشري د ویسټن چرچیل په غاړه وه. په مقابل کې یې د عثماني خلافت دری لکه پنځلس زره لښکر و چې مشري یې د عثماني پوځ ځوان جنرال مصطفی کمال اتاترک کوله. بلاخره په دغه لویه جګړه کې برتانیې ماته وخوړله او عثماني خلافت بری ترلاسه کړ.

جنرال مصطفی کمال په دې لویه جګړه کې بریالیتوب له امله خورا شهرت او محبوبیت ترلاسه کړ.

له دې څه موده وروسته چې عثماني خلافت د غرب د سختو فشارونو او کورنیو ستونزو له امله د سور په نامه له غرب سره یوه داسې بدنامه معاهده لاسلیک کړه چې په پایله کې یې زیاته اندازه ځمکه له لاسه ورکړه. د عثماني پوځ د دغې بدنامې معاهدې پر خلاف و او دغه ذلت یې نشو زغملی، همدا و چې عثماني پوځ په جنرال مصطفی کمال راټول شو؛ ځکه دې وخت کې نوموړی د زیات شهرت او محبوبیت برخمن و.

دا وخت چې استانبول برتانویانو نیولی و، جنرال مصطفی کمال له انګریزانو سره د پټ سازش په پایله کې د جهاد نارې په پورته کولو رامخکې شو، برتانوي او د متحدینو پوځ له جګړې پرته په شا شو. دې کارنامې! له امله جنرال مصطفی کمال په پوځ کې محبوبیت لا زیات او د غازي د لقب ګتونکی شو. احمد شوقي په خپلو شعرونو کې د حضرت خالد بن ولید لقب ورکړ.( خو وروسته یې پر خلاف شو)

خو پایله دا شوه چې غازي(!) مصطفی کمال واک ته په رسېدو خلافت لغوی او بېدنه جمهوریت اعلان کړ. په عربي ژبه آذان باندې بندیز، د عربي رسم الخط پر ځای لاتیني، د ښځو د فحشا ښاري مراکزو پرانیستل، د جوماتونو بندول او له منځه وړل او… مسلمانان یې حیران کړل چې “غازي” جنرال څه او څه وکړل؟! داسې ستر جنایتونه یې ترسره کړل چې امت اوس هم پرې لعنت وایي…

بل خوا په افغانستان باندې هم دری ځله برتانوي لښکر یرغل وکړ، خو په دریو واړو کې له ماتې خوړولو وروسته داسې ښکاري چې د افغانستان د تسخیر لپاره یې د جګړې او زور پر ځای بله طرحه انتخاب کړه.

دریم ځل چې برتانوي اشغالګر د افغانستان د عام مسلمان ولس په مقابل کې ماتې خوري؛ نو بلې خوا امیر حبیب الله ترور او وژل کیږي او په درېیمه ورځ امان الله خان د واک پر څوکۍ کېني.

په همدغه کال امان الله خان انګرېزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو اعلان کوي او انګرېزان یې په رسمیت پېژني. افغانان ورته د غازي لقب ورکوي، خپل امیر یې مني او د خپلو قربانیو او شهادتونو په نتیجه کې انګرېزانو ته د ماتې ورکولو کریډیټ، نازولي ځوان شهزاده امان الله خان ته ورکوي. نه کوم د جهاد نامتو قومندانان ورسره په واک شخړه کوي، نه یې د نه منلو غږ پورته کوي او نه هم د منصبونو غوښتنه ترې کوي؛ بس ټول یې امیر په توګه مني.
خو څو کاله وروسته “غازي” امان الله خان د اروپا په اوږده سفر وځي، په لندن، پاریس، برلېن، مسکو او… هېوادونو ته له خپلې مېرمنې سره یو ځای سفر کوي.

چې بېرته هېواد ته راګرځي؛ “غازي” بدل شوی، له افغانانو پردۍ شوی، افغانان ورته سپک، ذلیل او بې فرهنګه او بې تمدنه ښکاري. د افغانانو د دین و عقیدې، فکر و فرهنګ، د ارزښتونو او مقدساتو هیڅ خیال نه ساتي او غونډ تر پښو لاندې کوي. ښځې مطلق آزادې دي، حجاب بند دی، د نڅا کلوب جوړیږي، د ږیرې خریل ضرور دي، دریشي ضرور ده، شرعي سلام بند دی، پګړۍ پر ځای شپو، پر علماوو بندیزونه…

هو، “غازي” امان الله خان په یوه نوې بڼه هېواد ته راغی.

خو افغانانو ته خپل دین، عقیده، مقدسات او ارزښتونه مهم و. او د خپلو ارزښتونو او مقدساتو د ساتنې پرېکړه کوي او هيڅوک هم نه پرېږدي چې ترې وایې خلي…

ماخذونه:
فکري استعمار/زاهدي احمدزی
د نړۍ سیاسي تاریخ/عبدالصبور مبارز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

ههههههه دا مو لیکوالان دی. تاسی د جنرل جمیدګل صفتونه وکری ‌غازي امان الله خان څه کوی

ابو هبة

الله دي فه حميدكل رحم وكي او دي امان الله خان تاريخ همداسي كر غيړن ووخو نن وخت دي كابل اداري ټول له خلکو هىر کړل دى اشرف غني او دده ذى غلامى ادارې داسى بى ناموسى وکړي سي هىڅ کوم تعبير نه لرى

ترين

ډیر د شرم ځای دی چې د افغانانو ستر قاتل ته دعا کوی او تاسی د کویټې په زیرو را لوی سوی چیری د غازی په قدر پوهیږی.

,mujahid

ترین جانه زنانوی یا د حجری او چرسیانو مجلس خبره مه کوه

احمد

خجالت دي چي په داشان جهالت لټار او پوچ مغزه ليکونو سره نن صفحي توريږي. فکر نه کوم د نړي په خيڅ ګوټ کي دي حماقت دا شان بازار ولري لکه زموږ په بي علمه ټولنه کي. ددې شانو ليکونو هدف صرف يو وي: د ملت تحقيرول او دملي او تايخي ارزښتونو مسخه کول. دا مستقيمأ دهيواد پر ضد د دښمن سره په ليکه کي درېدل دي.

احمدشاه

دغه دواړه کړغيړني او منفوری څيري د مسلمانانو او اسلامی نړي پر مخ نبخښونکی تاپی دی چه د همدوغو رزيلو څيرو پر مټ سيکولريزم پر اسلامي نړی وتپل شو،

غ.حضرت

خبره خو دا ده چی:
اتاتورک غازی! پخپلو اهدافو بریالی! سو او امان الله خان بیچاره پخپلو اهدافو کی ناکام سو.
په دواړو سناریو کی به د الله سبحانه و تعالی حکمت نغښتی وی ( که څه هم ممکن د نړۍ پټ حاکمان او استعمارګران شاید دا خپلی نقشې وګڼی او ممکن همداسی هم وی )
خو
نن د ترکئې په وولس کی د اتاتورک ( مصطفی کمال) د محبوبیت کچه ټیټه ده او زموږ په وولس کی د مرحوم امان الله خان د محبوبیت کچه ورځ تر بلی په زیاتېدو ده.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx