افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: د طالبانو له لوري د یو شمېر دولتي بندیانو نه خلاصون بین الافغاني مذاکرات ځنډولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» وایي، طالبانو زموږ یو شمېر بندیان له بنده نه دي ازاد کړي، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي.

صدیقي دغه څرګندونې نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته کړې. نوموړي ویلي «طالبانو تر دې دمه زموږ بندیان نه دي خلاص کړي، دا اقدام باید دوه اړخیز وي.د افغانستان حکومت ستر ګامونه اخیستي او د سولې لپاره یې پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي؛ خو زموږ هغه لږ شمېر بندیان باید خلاص شي، تر څو د مذاکراتو په لاره کې شته خنډ له منځه ولاړ شي.»

د ارګ له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو تر لوی اختر وړاندې وویل، د «ښه نیت» له مخې یې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې .

طالبانو هماغه مهال پر حکومت هم غږ کړی وو، چې د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ ژر تر ژره بشپړه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانېزي.

کابو یوه اوونۍ وړاندې مشورتي لویې جرګې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او اشرف غني هم د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د يادې پرېکړې د عملي کېدو ژمنه وکړه؛ چې ورسره جوخت بین الافغاني مذاکراتو ته هیلې راوټوکېدلې.

داسې تمې وې چې ښايي د روانې اګست میاشتې په شپاړلسمه بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ خو د حکومت له لوري د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پروسې ځنډولو یادې خبرې تر نامعلومې مودې پورې وځنډولې.

حکومت ادعاء لري چې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه د بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د یادو بندیانو د خلاصون پروسه له خنډ سره مخ کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Well, based on the agreement, the Taliban have released all the 1000 soldier and even ahead of you. What else do you want? come on man. Saddiqi Saib be Sadiq AOBA MA KHARRI KAWA

الحاج استاذ بیانزی

تاسی له غلام غنی ګیله مه کوی ، هغه بیجاره د خپلی میرمنی سره د خلوت جواز هم نه لری خلوت کی تری باداران د مخه دی قضایی مصونیت په ورکولو غنی د مقاومت څه چه د شکایت حق هم نه لری ، کشکی نوم یی هم د افغانانو او مسلمانانو نه وی زمونږ د پاره شرم جوړ شوی، زه باور لرم چه دی به هم د ترکی یا نجیب د برخه لیک سره انشالله مخ کیږی له فاحشی اخره کی ګیله مه کوی د فاحشی هغه د اولی ورځی ځان پلورنه د فاحشی خیانت او ګناه وه وجدان به… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx