افغانستان

طالبان: ټول داخلي اړخونه دې زمونږ د آزادۍ غوښتلو داعیې څخه ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): له برتانوي ښکېلاک څخه د افغان مبارز ولس د خپلواکۍ ترلاسه کولو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت طالبانو افغان ولس ته مبارکي ویلې او په ټولو افغاني جهتونو یې غږ کړی، چې ددوی د خپلواکۍ غوښتلو داعیې څخه ملاتړ وکړي.

له نن څخه ۱۰۱ کلونه وړاندې په همدې ورځ(اسد ۲۸) د افغان مبارز او مجاهد ولس د بې شمېره سرښندنو او فداکاریو په پایله کې انګریزي ښکېلاک دې اړ شو، چې د افغانستان خپلواکي او سیاسي استقلال په رسمیت وپيژني او له خپلو استعماري ناروا غوښتنو څخه لاس پر سر شي.

طالبانو په دې مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې له انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو له امله ولس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ خپل مسلح مقاومت هم د «افغان مجاهد ملت ستر تاریخي وړیاړ» بللی دی.

په خبرپاڼه کې طالبانو څرګنده کړې، چې د خپلو نیکونو په څېر به د «اشغالګرو» هر قسم چلوټه خنثی کوي او په خپل ټول توان به هڅه کوي هېواد کې «سوچه اسلامي نظام» قایم او په دې لاره کې پراته خنډونه به له منځه یوسي.

ددې ترڅنګ طالبانو په ټولو افغاني جهتونو غږ کړی، چې په دې حساسه شیبه کې د خپل ملت ترڅنګ ودریږي او ددوی د «استقلال» له داعیې څخه ملاتړ وکړي:

«نن چې موږ یوځل بیا د ازادۍ او خپلواکۍ په درشل کې يو، په ټولو داخلي اړخونو غږ کوو، چې نور د دې ملت آرمانونه او حقيقي غوښتنې په نظر کې ولري، د آزادۍ او استقلال د داعیې ملاتړ وکړي او اضافه دا ځورېدلی ملت  د کړاو له ګاللو څخه وژغوري.»

د خبرپاڼې په پای کې طالبانو په نړیوالو او په ځانګړې توګه د سیمې په هېوادونو هم غږ کړی، چې افغان ولس سره د استقلال بیا ترلاسه کولو کې مرسته وکړي:

« له نړيوالو او بالخصوص د سيمې له هېوادونو څخه مو هيله ده چې د افغانستان په قضيه کې د دې هيواد له ملت سره د بیا استقلال او خپلو مشروع اهدافو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي، موږ يقين لرو چې داسې کول به له اقتصادي  او  امنيتي  پلوه د ټولو په ګټه وي، ان شاءالله تعالی.»

باید وویل شي چې د زمري(اسد) په(۲۸) اته ویشتمه افغانستان کې لکه د تیر په څېر نن هم عمومي رخصتي ده او یو شمېر دولتي ادارو کې په همدې مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترتیب شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

حقیقتاً تاسوباغیرتوډیری سرښندنی دملک دپاره وکی ترموږدالله له طرفه تاسوته ډیردقدروړانعام درکول کیږی بدبختانه نادری کورنۍ ملک دعلم اوپوهی محروم کړۍ دۍ چه زموږپریاداوهدایتونه وروه رسیږی خودغه هم ستاسودخپله لاسه درپیښه ده چه دقرآنکریم له هدایته ناخبره یاست که تاسوقرآنکریم په معنی ویلۍ وای په قرآنکریم کښی په واروواروامرسوۍ دۍ مسلمانانوته چه دمنافقثینوسره جهاد وکۍ که دغه منافقین تاسوپه پخوانی حکومت کی لکه خومینی له منځه وړی وای اوسیاست مومسلمانوسیاست مدارانوته سپارلۍ وان نن به تاسی لکه ایران یوقوی اسلامی حکومت درلودای اوس هم هیڅوک زموږ په ښه نه راځی دخودپرستۍ ځانونه وساتی په خپلولیکوکی مسلمانان سیاسین اوپوهان ګډ کۍ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx