افغانستان

ټرمپ: له افغانستانه عسکر راغواړو، کم شمېر یې پاتې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، غواړي د سوریې په څېر له افغانستانه هم خپل عسکر امریکا ته وروغواړي.

د امریکا غږ د راپور په اساس ټرمپ دغه څرګندونې له «فاکس نیوز» سره په خپله هغه تازه مرکه کې چې نن ورځ «دوشنبه» خپره شوې؛ کړې دي.

نوموړي ویلي « له افغانستان څخه خپل عسکر راغواړو او دا کار روان دی. ډېر کم شمېر یې هلته پاتې. له عراق او سوریې څخه مو خپل عسکر راوویستل.»

د ټرمپ له قوله، غواړي منځني ختیځ ته سوله راولي.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو په تړاو د ټرمپ له لوري په پخواني دریځ ټینګار داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه زرګونه بهرني عسکر له افغانستانه وتلي.

څه موده وړاندې پنټاګان ومنله، چې له افغانستانه یې ۳۶۰۰ امریکایي عسکر ایستلي او پنځه نظامي اډې یې تخلیه کړې.

تر دې وړاندې ټرمپ او د امریکا دفاع وزیر ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر پیلېدو پورې «تر راتلونکې نومبر میاشتې پورې» افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر پنځو یا څلور زرو ته راټيټوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس ټول بهرني عسکر باید  د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د [[ کفر ]] اصطلاح کوم کنځل نه دی ، [[ حق پټونی ]] ته وایی که کافر حق پټ نه کړی هغه بیا کافر نه دی ، حتی که مسلمان حق پټونه وکړی له مسلمانی خارجیږی مګر په دی اړه لری چه په کومه کچه حق پټونه ده کفر یی هم په هماغه کچه ښکته او یا پورته دی کشکی د ترمپ دغه د عسکرو ویستل او وینه تویدنه د حق منلو په خاطر وی دغه هم د منافقت یا څو مخویو له مخی ترسره کوی چه دی په دی کړنه د خلکو رایوی تر لاسه کړی ، د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx