نظــر

مړ هم زه او پړ هم زه!!

عزام حقاني

عجیبه حالت دی!

عقلونه ورته حیرانیږي.

یرغل او هجوم دوی له زرګونو کیلومټره لیري ځای څخه راوړی.

په خپل کور کې په توره شپه کې د خپلو بچیانو په مخ کې په وحشت سره زه ووژل شوم، ووهل شوم، زخمي شوم او بیا د تورو پنجرو شاته وغورځول شوم.

کور، کلی او هيواد مې لوټي لوټي کنډواله شو.

د بمونو مور او پلار پر ما وه غورځول شول.

تجاوز او تیری زما پر خاوره او حریم شوی.

آزادي او اراده زما یرغمل او غصب شوي.

توهین او سپکاوی زما د ارزښتونو او مقدساتو شوی.

اوس دی مظلوم او زه ظالم شوم!

دی په خطر کې او زه د ده لپاره خطرناک یم.

دا کوم منطق، عقل او اخلاق دي چې ده ته براﺉت ورکوي او ماته سزا؟

ایا له ټولې دنیا انسانیت او انصاف کډه کړې؟

د ده وحشي فوځیانو چې زه په زرګونو ووژلم هیڅ باک نلري خو چې د دوی څو وحشیان زما ګذار ته برابر شول زه مجرم شوم.

ایا داسې حماقت د توجیه وړ دی؟

ایا د داسې جهالت مثال به په تاریخ کې پیدا شي؟

ایا داسې قانون هم شته چې د ظالم پر ځای مظلوم محکمه کوي؟

که کبر، زور او ځواک خبرې پیل کړې؟

دنیا چې هر څومره پرمختګ د علم او ټیکنالوجۍ په برخه کې وکړي خو چې تفکیک د ظالم او مظلوم ونه کړي په جهالت او تیارو کې راګیره ده او خامخا به د قهار ذات د قهر خوند څکي. ان شاء الله

(د پیشو غدر موږک ته د غلا زمینه برابره کړې)

د امریکا، فرانسې، اسټرالیا او… یرغلګرو ځواکونو لخوا دلته په تیرو ١٩ کالو کې بوږنوونکي جنایت په مسلسله توګه وشول د افغانانو په برخلیک لوبې کوونکي او د کابل پر تخت تپل شوي بانډ یې تر ننه پورې د غمشریکۍ بیانیه هم نه کړه صادره پوښتنه خو لیري خبره ده.

خو فرانسه او اسټرالیا د خپلو تیریګرو فوځي عسکرو د وژلو قضیې چلوې.

خامخا به یې چلوي ځکه دویته مصؤنیت ورکړل شوی.

د دوی یرغل پر افغان خاوره احسان بلل شوی.

له دې ځای څخه یې معلومه کړﺉ چې افغانستان بې حکومته او بې مشره هيواد دی.

دتیرو ١٩ کالو راهیسي چې کومه اداره زموږ پر سیاسي سټېج حاکمه ده کاملا راوارده شوې، تحمیل شوې او د يرغلګرو د اهدافو د حصول او بقاء لپاره مؤظفه ده.

سخت د مظلومیت، له انصاف او عدالت نه لیري صحنه ده!!

تجاوزګر، تیریګر،، کافر او غل د یو مسلمان پر کور او ټاټوبي په ناروا او ظالمانه توګه له ټانګ، توپ، طیارې او لویو بمونو سره حمله کړې، ښځې، ماشومان، سپینږیري او ځوانان یې په زرګونو ووژل، زخمیان او بې کوره یې کړل خو که همدا تر ظلم لاندې انسان د خپل ځان د دفاع لپاره د حمله کوونکي له برید نه د ځان دفاع کوي او وژنې یې تروریست شو، سر، مال او عزت یې هدر او بې ارزښته دي.

او باید سخته سزا وویني.

خو د متجاوز فوځي به هر څه مصؤن او خوندي وي، په خلاف یې د ځان دفاع، مقاومت او خپل غږ اوچتول د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښول او لویه ترهګري ده.

که پوښتنه وشي:

دا اسټرالیایان، فرانسویان، ايټالویان، امریکایان او نورو هېوادونو عسکر او فوځیان دلته د فوټبال او کرکټ د کولو لپاره راغلي وو او که یې زموږ پر ټاټوبي له توپ، ټانګ، طیارې او لویو لویو بمونو سره هجوم او یرغل راوړی وو؟

دوی نن د کوم جرئت او کوم قانون په اساس د خپلو جاني او تیریګرو عسکرو د وژلو قضیې او دعوې چلوي؟؟

حقیقت کې:

دویته دا جرئت د دې کور پر سیاسي فضاء د حاکمې طبقې هغه خیانت او بې ننګي ورکړی چې پر ګران هېواد د یرغلګرو تجاوز او تیری یې د ترهګرۍ سره د مبارزې، د هېواد د بیا رغونې، مساوات او بشر دوستۍ په نومونو پوره دوه لسیزي تعبیر کړ.

و الی الله المشتکی، و الله المستعان علی ما تصفون.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx