ورزش

د کرکټ بورډ او عاطف مشعل ترمنځ لفظي شخړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير شکرالله عاطف مشعل يې د کرکټ بورډ له غړيتوبه ګوښه کړی دی.

د کرکټ بورډ په اعلاميه کې راغلي چې د کرکټ بورډ مشر ښاغلي فرهان يوسفزي په امر يې په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړل شو او نور نشي کولی د کرکټ بورډ په چارو کې مداخلت وکړي.

د کرکټ بورډ اعلاميه زياتوي چې کرکټ بورډ به ډير ژر د عاطف مشعل پرځای بل وړ کس د کرکټ بورډ غړيتوب ته وروپيژني.

د يادې اعلاميې په غبرګون کې ښاغلي عاطف مشعل چې د کرکټ بورډ عمومي مدير هم پاتې شوی ويلي، چې تېر کال هغه مهال چې له سفارته يې استعفا وړاندې کوله د کرکټ بورډ له غړيتوبه هم ځان ويستلی دی، د هغه په وينا چې کرکټ بورډ دې د مفاهيمو او د الفاظو په کارولو کې له احتياطه کار واخلي.

هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي؛ ‏«ما د تېر کال د لیندۍ میاشتې په 25 د سفارت له دندې لومړۍ استعفاء سره یو ځای د کرکېټ بورډ له غړیتوبه ولسمشر ته خپله استعفاء لیک وروسپاره او له هغې نېټې راپه دېخوا د یاد بورډ غړی نه یم. هیله ده د کرکېټ بورډ اداره د مفاهیمو او الفاظو په استعمال کې پام وکړي».

د يادونې وړ ده چې اوسمهال د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، په پارلماني چارو کې د دولت وزير ضياء الحق امرخېل او ځينې نور د کرکټ بورډ غړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx