اشرف غني: عبدالله مې همکار دی، سیال نه

نن ټکی آسیا: ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله يې رقیب نه، بلکې همکار يې دی.

نوموړي په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې ژورنالستانو ته وویل چې ډاکتر عبدالله دې بېرته د ټاکنو پروسې سره یوځای شي.

اشرف غني زیاته کړه چې د بریالیتوب په صورت کې به د ملي مشارکت حکومت جوړوي خو سهامي شرکت ته تیار نه دي.

ډاکتر احمدزي د ټاکنو کمېسیون پریکړې ملاتړ کړی چې انتخاباتو د رڼښت لپاره یې پایلې ځنډولي.

ټاکل شوې وه چې د چنګاښ په ۱۱مه به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي خو کمېسیون تر یوې بېړنۍ ناستې وروسته اعلان یوه اونۍ وځنډولو.

احمدزي د عبدالله هغه تورونه رد کړل چې په وینا یې د دوی رایې ناپاکې دي، احمدزي په دې اړه وویل چې دده رایې پاکې دي او ناپاکې رايې له پاکو بېلې شوي.

له تېرو څو ورځو راهیسې داسې راپورونه ورکول کېدل چې ګواکې دواړه کاندیدان له یو بل سره جوړجاړی کوي او شاید ائتلافي حکومت رامنځته کړي.

د اشرف غني له دغو وینا څخه ښکارېدله چې نوموړي ائتلافي حکومت ته تیاری ښودلی.

هغه وویل چې د هېواد په کچه سیاسي شخصیتونه ملت پر وړاندې برابر مسئولیتونه لري.

ډاکتر اشرف غني په حکومت کې سهامي شرکت رد کړ، دده په وینا «د خلکو په رایو معامله نه کوم».

احمدزي زیاته کړه: «ملي او سیاسي مشارکت باید له سهامي شرکت څخه تفکیک شي».

ډاکتر اشرف غني احمدزي تر ټاکنو مخکې په کمپاینونو او تر کمپاینونو وروسته بار بار ویلي و چې چا سره معامله نه کوي او جوړجاړي ته تیار نه دی.

د ډاکتر احمدزي زیات شمېر ملاتړي دده دغې پریکړې په غوسه کړي او په وینا یې دغه کار يې د دوی له رایو سره خیانت کول دي.

ځېني نور بیا وايي چې د سهامي شرکت او ملي مشارکت حکومت جوړولو څخه دا مالومه شوه چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د احمدزي ویناوې ټولې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره وې.

خو شننونکي وايي چې د بهرنیو چارواکو سره د لېدنې پر مهال شاید دواړه کاندیدان دې ته سره پخلا شوي وي چې ګډ حکومت جوړ کړي.

د چارو شننونکی وحید مژده وايي چې دواړه کاندیدان اراده نه لري، دوی به هغه څه کوي چې د بهرنیو لخوا ورته وویل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zaman
میلمه
zaman

دطاليبانو سوفوف او مبارزه به نوره هم قوی شي.ولی چی دا وړۍ شړۍ نه شوه او خلک په معنا د هيڅ شول.وسلام

zaman
میلمه
zaman

نن ټکی اسيا: تاسو هم په مسلاتونو پيل وکړ?