افغانستان

د ارګ په شمول د کابل ښار په مختلفو سیمو توغندويي بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): نن سهار د ارګ په شمول د کابل ښار په مختلفو سیمو توغندويي بریدونه شوي، چې له امله یې تراوسه د لسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل ښار نهمې او اوولسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو باندې له دوو موټرو څخه یو شمېر توغندوي ویشتل شوي؛ خو د تلفاتو په هکله د معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کوي.

د پېښې عیني شاهدان وايي، له نامعلوم لوري څخه د ارګ او شش درک په لوري راتوغول شوو توغندیو له امله تراوسه لس تنه ټپيان شوي او یو شمېر موټر هم زیانمن شوي دي.

ویل کیږي چې توغندی د ولسمشر ماڼۍ(ارګ) دننه لګېدلی دی؛ خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه شته.

نن سه شنبه د اسد (۲۸) له انګریزي ښکېلاک څخه د افغان مبارز ولس د خپلواکۍ ګټلو ۱۰۱ مې کلیزې سره برابره ده، چې له امله یې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

د شش درک سیمه کې زیاتره د ملي امنیت او نورو مهمو امنیتي ادارو دفترونه، د بهرنیانو میشت ځایونه او لوړ پوړو چارواکو کورونه شامل دي، چې وخت ناوخته ورباندې توغندويي بریدونه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx