افغانستانسولې اړوند خبرونه

«حکومت د مذاکراتي ټیم غړي له رسنیو سره له خبرو کولو منع کړي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم یو تن غړی وايي، حکومت د یاد ټیم ټول غړي له رسنیو سره له خبرو او مرکو کولو منع کړي.

د مذاکراتي ټیم یو تن غړي د نوم نه ښودلو په شرط «صبح کابل» ورځپاڼې ته ویلي، چې د مذاکراتي ټیم له رییس «معصوم ستانکزي» پرته بل هیڅ غړي ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له رسنیو سره مخامخ شي.

د نوموړي په خبره، دا ګام وروسته تر هغه واخستل شو چې د بین الافغاني مذاکرات پیل له پېچلتیاوو سره مل شو.

حکومت د مذاکراتي ټيم غړي داسې مهال له رسنیو سره له خبرو کولو منع کوي، چې په هیواد کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې او که چېرې د طالبانو پاتې بندیان خلاص کړل شي، داسې تمې شته چې یاد مذاکرات به د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې پیل شي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې ښودله یې د افغانانو خپلمنځي خبرې به د رسنیو له سترګو پناه د بندو دروازو شاته پر مخ وړل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx