ورزش

برسلونا له تاریخي ماتې وروسته خپل مشر روزونکی له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د هسپانوۍ لوبډلې برسلونا په اروپا اتلانو لیګ کې له تاریخي ماتې خوړلو وروسته خپل مشر روزونکی «کویک سیتین» له دندې ګوښه کړ.

د برسلونا لوبډلې ادارې په یوه خپره شوې اعلامیه کې د یاد خبر پخلی کړی، خو د راتلونکې نوي روزونکي ټاکلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یو شمېر موثقو راپورونو پر اساس د هالنډ فوټبال لوبډلې مشر روزونکی «رونالډ کویمن» د برسلونا د نوي روزونکي په توګه ټاکلو لپاره غوره کاندید دی خو په دې اړه به لوبډله رسمي اعلان روانه اونۍ وکړي. ځینې راپورونه خبر ورکوي چې لوبډلې د نوموړي سره تړون لاسلیک کړی هم دی.

Netherlands manager, Ronald Koeman set to become next Barcelona coach after  Quique Setien "sacking" – AriwaBlog

د یادونې وړ ده چې د یادې لوبډلې پخواني روزونکي کویک ستیین په تیرې جنوري میاشت کې د برسلونا د مشر روزنکي په حیث دنده پېل کړه، خو د نوموړي ناسم تکنیک او د لوبغاړو ناخوښي لوبډله دې ته اړ کړه چې په تېرو ۱۳ کالونو کې په لومړي وار له کومې اتلولۍ محرومه کړي.

برسلونا لوبډلې د نوموړي په مشرۍ لومړی د کوپا دیل ری سیالیو اتلولي له لاسه ورکړه، دغه راز یې بیا د هسپانوي لیګ لالیګا اتلولي هم له لاسه ورکړه، او په پای کې یې د اروپا اتلانو لیګ په کواټر پایلوبه کې په ۸-۲ شرموونکې ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

برسلونا د کویک سیتین تر مشرۍ لاندې ټولې ۲۵ سیالۍ ترسره کړي چې ۱۶ یې ګټلي، ۴ مساوي او ۵ سیالیو کې یې ماتې خوړلې ده، د بریا اوسط یې ۶۴ سلنه دی.

بل لوري ته ویل کیږي چې د برسلونا مشهور ستوری لیونل میسي غواړي د خراب اداري مدیریتوب له کبله برسلونا لوبډله پریږدي، خو د ESPN رسنۍ د بورډ د ځینو غړو له خولې وایي چې په دې اړه یې له لوبغاړي څه نه دي اوریدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x