د سولې طرحېنظــر

د طالب بندیانو اړوند د فرانسې او اسټرالیا نوې غوښتنې

احمد جاويد شکیب

کله مې چې  د استرالیا او بیا د فرانسي د دولتونو لخوا په ښکاره په رسنیز ډول د هغو طالب بندیانو د نه خلاصون غوښتنې، چې د استرالیايي او فرانسوي  سرتیرو په وژنه تورن دي واوریدې،  نو نا څاپه د اغلې لورل میلر وینا را یاده شوه.

میرمن لورل میلر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې پخوانۍ مرستیاله او سرپرسته پاتې شوې چې اوس دInternational   Crisis Group  د اسیا د برخې مسؤله ده.

اغلې میلر په خپلې یوې وینا کې ویلي وو، چې زه د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له لاسلیک څخه مخکې د تړون له جزئیاتو خبره وم، ، خو په دې نه پوهیدم، چې د شپږ زره بندیانو د تبادلې موضوع  به هم د تړون یوه برخه وي نو کله مې چې د بندیانو موضوع په تړون کې ولیده نو  حیرانه شوم.

په تړون کې د لېست مطابق تر ۵۰۰۰ د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ځای پرځای کول او  بین الافغاني مذاکراتو مخکې د بندیانو خلاصون شرط ګڼلو څخه طالبانو ډیر اهداف درلودل.

د طالبانو یو هدف دا و تر څو معلومه کړي، چې آیا نړیوال ائتلاف رښتیا هم طالب زغملی شي؟  ایا نړیوال ائتلاف له  طالب سره سولې ته ژمنه ده او که د سولې په نامه طالبانو ته بازي ورکول او غولول غواړي؟

طالبان په آسانه په نړیوال ائتلاف اعتماد نه کوي.  څه موده مخکې د طالبان د ډلې  معاون سراج الدین حقاني هم په نیویارک ټایمز کې په خپلې یوې  لیکنې کې دې مسئلې ته اشاره کړې وه، چې دی په دې مطمئن نه و، چې  د سولې پروسه به دومره پرمختګ کوي.

استرالیا او فرانسي له د طالب بندیانو د نه خلاصون غوښتنې څخه معلومه شوه، چې د نړیوال ائتلاف ځیني او یا ډیری  هېوادونه لا تراوسه د کبر او غرور په ګدۍ ناست دي.  دوی چې د خپلو سرتیرو د وژونکي عادي طالب عسکرو له بند څخه خلاصون نه شي زغملی دوی به بیا د افغانستان په حکومت کې د لوړ رتبه دولتي مامورینو په توګه  د همدې طالب عسکرو مشران چې ټوله جګړه د دوی په امر شوې څنګه وزغمي؟

که څه هم استرالیا او فرانسې د ځینو طالب بندیانو د نه خوشې کیدو  غوښتنه رسنیزه کړه، ، خو د دې امکان هم شتون لري، چې ډیرو نورو هېوادونو به هم په پټه  له افغان حکومت څخه ورته غوښتنه کړې وي.

له دې سره دا هم  معلومه شوه، چې په تړون کې تر پنځه زره پورې د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ځای پرځای کول د طالبانو یوه بریالۍ ډیپلوماسې وه.

دا چې تر اوسه بین الافغاني مذاکرات نه دې پيل شوي که چیرته د فرانسې، استرالیا او ځینو نورو هېوادونو غوښتنه منل کیږي او ځانګړي طالب بندیان نه خوشې کیږي، په پایله کې  د طالبانو  او امریکا ترمنځ  د دوحې تړون د فسخه کیدو ویره هم شتون لري.

که چیرته تړون فسخه شي نو طالب تاوان نه کوي، ځکه طالبانو  ته سوله یوازې د طالبانو  د ګټې په صورت کې یو انتخاب دی.  طالبانو خو وسله په ځمکه نه ده ایښې، نو د جګړې بیرته دوام د طالب په پرتله نړيوال ائتلاف ته ډیر زیانمن ثابتیدالی شي.  همدارنګه د تړون د ماتیدلو ملامتي هم د نړیوال ائتلاف، په ځانګړي ډول د امریکا په متحده ایالات ته متوجه کیږي.

همدارنګه نړیوال ائتلاف په شمول د فرانسي او استرالیا هم د تړون د ماتوونکو په کتار کې ځکه راتلی شي، چې د طالبانو او امریکا د تړون د لاسلیک مخکې  د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ښاغلې زلمي خلیلزاد له اروپايي اتحادیې، روسیه او چین سره متواترې ناستې درلودې او دا به ممکنه نه وي، چې د تړون  جزئیات دې  له ذکر شويو هېوادونو سره نه وې شریک شوي.

افغان حکومت هم د فبروري په ۲۹ د تړون د امضاء کولو په نیټه د امریکامتحده ایالات د دفاع وزیر  او ناټو مسؤل سره مشترکه اعلامیه خپره کړ،  چې پکې تړون تائید شوی دی.

اوس  که چیرته د استرالیا او فرانسي د غوښتنې سره سره بیا هم مشخص طالب بندیان خلاص شي نو بیا دا  طالبانو  ته یوه ستره ډیپلوماتیکه او سیاسي لاسته راوړنه ده، ځکه د ستر قوي او شتمن هېوادونو غوښتنې رد کیدل لویه خبره ده.

دریم حالت بیا داسې دی، چې طالبان  او افغان دولت د استرالیا،  فرانسي او ځینې نورو هېوادونو غوښتنې ومني او د بهرنیو سرتیرو وژونکي طالب سرتیري په زندان کې پاتې شي. په دې حالت کې هم طالبان او هم د افغان دولت لوی تاوان کوي.

طالبان ځکه تاوان کوي، چې د طالبانو په غړو کې د شک او بی اعتمادي فضاء رامنځته کیږي، جنګي طالبانو سره حتمې دا فکر پيدا کیږي، چې لکه څنګه چې د بندي طالب سره خیانت وشو نو دوی سره به هم کیږي.

په دې صورت کې افغان دولت هم زیانمن کیدای شي. ځکه له افغانانو سره  به حتمې  دا پوښتنې  پيدا کیږي، چې ولې ولسمشر  د ۳۲۰۰  د جرګې د غړو افغانانو د غوښتنې او خپل لاسلیک ننګه  نه کړه؟ همدارنګه ولې هغه استرالیايي او فرانسوي سرتیرو، چې په افغانستان کې ملکي خلک وژلې پوښتنه نه کیږي؟

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx