افغانستان

د خلکو شکایت: د خپلواکۍ په شپه د انګریزانو «غلامانو» زمونږ ۷ نفره «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ خلک شکایت کوي، چې د خپلواکۍ د خوښۍ په شپه د انګریزانو «غلامانو» ددوی ۷ نفره «شهیدان» کړي دي.

د اندړو ولسوالۍ د عبدالوالو د کلي خلک شکایت کوي، چې پرون (دوشنبه، ۲۷ زمري) ماښام دولتي عسکرو ددوی په کلي ړانده هوانونه ویشتلي، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ تنه «شهیدان» شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د خلکو په خبره دغه توغندي او هاوانونه د اندړو ولسوالۍ د «چاردیوال» سیمې له کنډک څخه توغول شوي، چې ټول ملکي خلک په کې په نښه شوي دي.

د عزیزالله عزیزي اندړ په نوم یو سیمه ییز تن تیره شپه په خپله فیسبوک پاڼه د وژل شوو ملکیانو انځورونه هم خپاره کړي او داسې یې لیکلي: «نن ماښام د اندړو ولسوالې دعبدالوالو په کلې کی داردو دا ړانده هوانو له کبله مو د یو کور 7 نفره شهیدان او 6 نفره زخمیان سو  سوک سته سې زموږ غږ واوري دا 3 کاله زموږ دا حال ده»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو د ړندو هاوانونو او ډیسي توپونو له امله د ملکي تلفاتو شمېره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې له امله یې ګڼو ځایونو کې د حکومت پرخلاف اعتراضیه لاریونونه هم شوي؛ خو تراوسه  ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره دولت کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx