نظــر

ازادي او خپلواکي

د،ب،هيښ

ازادي له استبداد نه د نجات په مانا ده، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دی.

انګريزان ولاړل، خو داخلي انګريزان حاكم شول  او دا سلسله تر اوسه روانه ده.

روسان وشړل شول ، لاكن تنظيمي وحشتواكي مسلطه شوه او دادی  اوس امريكايي اشغال روان دی او د شر او فساد اداره يې  تحميل كړې  ده.

هو همداسى ده!
نن ورځ د ازادۍ خبره له هرې خولې   نه اوريدل كيږي، ځينې حتى امريكايي نظامي يرغل او  اشغال ته ازادي وايي او ځينې د قدرت په څوكۍ كيناستلو د اولس د ترور، قتل عام  او اوارګۍ    په بيه ازادي بولي.

راځئ ازادي وپيژنو او د حاصلولو او ساتلو لپاره يې د مبارزې ظرفيت او لياقت پيدا كړو او نور ځانونه او راتلونكى نسل د اسارت د ځنځيرونو نه خلاص كړو او د ازادۍ تر نامه لاندې ناولي تجارت ته چې د ازادۍ  د دښمنانو له لوري په شيطاني شكل جريان لري د پاى ټكى كيږدو.

ازادي د ظلم، اختناق ، استبداد ، بې عدالتۍ او د زور نه خالي ژوند كولو ته وايي.

ازادي ترقي ده، د انساني حقونو مراعاتول دي،
د انساني كرامت احترام دی، د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جوړول دي  چې بې له زوره او اسلحې د تفاهمي او توافقي اساس له كبله اعتبار لري او د ټولنې ټول افراد ورته احترام لري او مراعاتوي يې.

ازادي په سوله كې ژوند دی:
ازادي د ټولنې په تصميمونو او پريكړو كې بې امتيازه د ټولنې د افرادو برخه اخستل دي
ازادي د ټولنې د افرادو په وسيله او نظر برابر د سياسي، جتماعي، اقتصادي، فرهنګي، امنيتي نظام جوړول دي، ازادي د اقتصادي رشد او عامه رفاه منځته راوستل دي.

ازادي د قومي، ژبني، مذهبي، نژادي، د پوستكي رنګ او سمت  د تعصب په بنا د فتنو او شر وركول  دي.

ازادي د تجاوزي او مداخله ګرانه كړنلارو نه انصراف دی، ازادي د افرادو د استعدادونو د رشد، خلاقيت او ابتكار لپاره زمينه برابرول دي او كار اهل كار ته سپارل دي.

ازادي د استعمار او استثمار ردول دي،ازادي  خپل عزت ، ګټه او ارامي د نورو په عزت ، ګټه او هوسايۍ  كى  ميسريدل دي.

او بالاخره ازادي مقدسه ده او دې  تقدس ته د ټولنې د هر فرد وفاداري او تعهد دی.

نو اوس به څوك مستند او بې غرضه  شواهد، ثبوتونه او لاسوندونه د افغانستان په ټول تاريخ كې وړاندې كړي چې د هغې په اساس اقرار او فخر وكړو چې هو  موږ ( افغان اولس ) ازادي لرله او يا يې لرو؟
ځواب نه دی.

د افغانستان  د ټولو روانو او تيرو مصيبتونو علت د ازادۍ  فقدان دی او دا مصيبت به تر هغه روان وي تر څو چې د جامعې افراد جسماً او فكراً د ازادۍ  له نعمت نه برخورداره او په ساتلو يې ځانونه مكلف ونه ګڼي.

د ازاد او خپلواك افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx